<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-22 18:13:03    
بېجينګ د معيوبينو د اولمپيک لوبو په اړه د کارکوونکو د روزنې لپاره هڅې کوي

cri

د معيوبينو اولمپيک لوبې په نړۍ کې د ټولو معيوبينو يو ډول جشن ګڼل کېږي. په ٢٠٠٨ کال کې به د معيوبينو اولمپيک لوبې په بېجينګ کې تر سره شي او د چين د معيوبينو چارو پرمختګ ته به ښه فرصت برابر کړي. د بېجينګ حکومت د دغو لوبو د برياليتوب لپاره په هراړخيزو ساحو کې د روزنې کارونو په پلی کولو پيل کړی دی.

د معيوبينو اولمپيک لوبې لوړ پوړی مسلکی خدمتی چارو مسلکی ته اړتيا لري. نو اړوندی خواوی بايد د لوبو د سويې د لوړوالو او لوبغاړيو ته د ښه خدمت لپاره د روزنې کارونه پياوړی کړي. د بېجينګ د اولمپيک لوبو د روزنې کارونو د همغاړيتوب ډلې څو ورځې دمخه د معيوبينو د روزنې کارونو په اړه غونډه جوړ کړه د دغې ډلې مشر جو شان لو په کې څرګنده کړه: د اولمپيک لوبو په پرتله د معيوبينو اولمپيک لوبې ځانګړتياوې او اصول لري. په دغو لوبو کې د کارکوونکو ته ټاکلو معيار ډېر سخت دی. نو اړوندی خواوی بايد په هراړخيزو ساحو کې د روزنې له لارې له معيوبينو سره د مرستې په اړه د خدمتی چارو او عامو وګړيو نظرونه پياوړی کړي ، دغه راز له معيوبينو سره د مرستې په اړه به د دغو کارکوونکو توان لوړ شي. ښاغلي جو شان لو وويل: د معيوبينو د اولمپيک لوبو د روزنې کارونه نه يوازی ځانګړی معيار لري، بلکې هر وګړی بايد په کې ګډون وکړي. د معيوبينو اولمپيک لوبې له معيوبينو سره تړاو لري. په ټولنه کې معيوبين بايد د ټولنی لخوا

پاملرنه او درناوی تر لاسه کړي.

هغه څرګنده کړه : د روزنې کارونو د پلی کولو موخه په دغو لوبو کې معيوبينو ته د لا ښو خدمتونو برابرول دي. نو اړوندی خواوی بايد د معيوبينو د فيزيولوژيکې او روانی کيفيت سره سم دغو کارکوونکيو ته روزنه وکړي.

د روان کال په سر کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامی کميټې په اړه داوطلبانو څانګې د چين د معيوبينو د سپورتي روزنې په اډه کې د داوطلبانو د روزنې دوهم ټولګی پيل کړ.

څه باندی ديرش تنه کارپوهانو په جدی توګه سلو داوطلبانو ته د معيوبينو د اولمپيک لوبو د سرچينی او د بېجينګ معيوبينو د اولمپيک لوبو د سياليو د پيژندنې په ګډون د دغو لوبو په اړه بېلا بېل معلوماتونه وړاندی کړل. په دغه روزنه کې له معيوبينو سره د مرستې مسلکې روزنه يوه مهمه برخه ده. د دغو لوبو داوطلب جانګ سای چې په دغه روزنه کې ګډون کړی دی خبريال ته وويل : ما په دغه روزنه کې د معيوبينو د اولمپيک لوبو په اړه زيات معلومات تر لاسه کړی دی او په هراړخيزه توګه می دغه لوبې پيژندلي دي. په تېره بيا، معيوبينو ته د ځانګړی خدمت په ساحه کې مې زياتی مسلکي زده کړې کړې دي. دغې روزنې نه يوازی په نظري توګه، بلکی ازمويښتی فرصت هم راته برابر کړی دی. نو موږ ښه ترقی موندلی ده.

ښاغلي جو شان لو څرګنده کړه: عملی فعاليت د دغې روزنې يوه مهمه برخه ده. دوی به په راتلونکې کې د بېجينګ په خدمتی چارو کې د دغو عملی فعاليتونو د پلی کولو لپاره هڅې وکړي.