<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-22 18:42:58    
د چين د دا جای کلی

cri

په وروستيو ورځو کې زمونږ خبريال د شان شی ولايت د شی يانګ ولسوالۍ له دا جای کلی څخه ليدنه وکړه.

دغه کلی د تېرې پيړۍ په شپږمه او اوومه لسيزه کې د ناوړه طبيعی چاپيريال په وړاندی ٤٧ هکتاره داسې کرهڼيزې ځمکی جوړې کړې چې پکې زياته اندازه غله دانه يې توليدولی شوی.د چين مشر ما ځه دونګ په خپله هغه شعاروړاندی کړی چې نور ځايونه بايد د کرنې پرمختګ په برخه کې له دا جای څخه د تجربو زده کړه وکړي چې له امله يې د دغه کلی مشره ګوو فنګ ليان هم مشهوره شوې وه.اوس ګوو فنګ ليان نه يوازی د دغه کلی مشره ګڼل کيږي بلکه د چين د ملی ولسی کانګرس د دايمی کميټې د يو غړی په توګه هم بلل کيږي.

د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلی کولو په پيل کې دغه کلی له پرمختيايی ستونزو سره مخامخ و. ورپسی مشره ګوو فنګ ليان له خپل کلی څخه وخوځيده. د ١٩٩١ کال په پای کې ميرمن ګوو فنګ ليان بيرته دا جای کلی ته راستنه شوه او د کليوالو وګړيو په مشرۍ يې په بازاری اقتصاد کې پرمختيايی لارې چارې وموندلې چې له څو کلونو وروسته يې د تصديو جوړولو په اړه د تجربو زده کړه کړې ده.ميرمن ګوو فنګ ليان وويل چې زمونږ کلی د سکرو له چارو څخه د ګټې له تر لاسه کولو وروسته ١١ تصدۍ جوړې کړې چې د غلودانو چمتو کولو، د غواوو روزلو او شېدو د توليد په شمول له څو ساحو سره يې تړاو درلود.اوس د دا جای په نامه د نښه لرونکيو کرهڼيزو توليداتو شمېر دېرش ډلونو ته رسيدلی چې له امله يې هر کال ترې

څلويښت مليون يوانه ماليات تر لاسه کيږي.

د دغه کلی نفوس يوازی پنځه سوه تنه دی، خو اوس يې دهر تن په سر عايدات پنځه زره او پنځه سوه يوانه دی.ښايی چې روان کال د دغه کلی ډله اييز عايدات ١٣٠ مليون يوانو ته ورسيږي.

ميرمن ګوو فنګ ليان وويل په وروستيو کلونو کې تر لاسه شوې ګټې نه يوازی د تصديو په جوړولو کې کارول شوی بلکې د نوی کلی د أبادۍ لپاره هم کارول شوی دي چې د شل کيلو مترو په اوږدوالی سړک ترميم شوی او چاپيريال ښه شو، د نويو کورونو د جوړولو لپاره له وګړيو سره مرسته شوې او ټلويزيونونه او انټرنټ خدمتونه هم برابر شوی دی.

اوس په دغه کلی کې د ٦٠ څخه تر ٦٩ کلنو پوری زاړه کسان هره مياشت سل يوانه مرستندويه پيسی تر لاسه کوي.که د يو سپين ږيری عمر سل کلنۍ ته ورسيږي، نو د کلی اداره به ور ته يو لک يوانه جايزه ور کړي.

ميرمن ګوو فنګ ليان وويل له ١٩٩٣ کال څخه په دغه کلی د زده کوونکيو د زده کړې لګښت له منځه وړل شوي او د ٢٠٠٦ کال له پيل څخه د کتابونو لګښت هم لغوه شوی دی.هغه زده کوونکيو چې په پوهنتون کې منل شوي، يو زر يوانه جايزه تر لاسه کړې ده.دې زياته کړه چې د کلي اداره د خلکو ژوند ته په درنه سترګه ګوري. مونږ پلان لرو چې په راتلونکی کال کې په طبی درملنه کې د خلکو ګټو د ضمانت موخه تر سره شی.