د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين، بريتانيا او امريکا د علمي کارپوهانو نړيوالې همکارۍ ډلې د جنوری په دوه ويشتمه نېټه د چين په شن جن ښار، د بريتانيا په لندن ښار او د امريکا په واشنګټن کې اعلان وکړ چې دوی د زر کسيز جين ډلې پلان پيل کړی دی.
د ياد شوی پلان موخه دا ده چې د ټول بشريت د جين ډلې د بدلون نښې په اړه يو نقشه جوړه کړي. دا د بشري جين ډلې د مشهور پلان دوام او پرمختګ دی.
د کارپوهانو په وينا، د دغې نوې نقشې له لارې به څېړونکي ژر د جين د هغه بدلون ټکی ومومي چې له ناروغيو سره تړاو لري او دا به د ناروغۍ د وقايی او مخنيوی لپاره ګټور کار وي.