د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس هو جين تاو د جنوری په دوه ويشتمه نېټه په بېجينګ کې وويل چين بايد د سوسياليستی ارزښتونو مرکزي سيستم جوړ کړي، بايد د اصلاحاتو او نوښتونو کارونو ته دوام ور کړي، د سوسياليزم کلتوري ابادۍ پرمخ بوزي او د هېواد کلتوري ځواک پياوړی کړي چې د چين د ځانګړتياو لرونکي سوسياليزم د ابادۍ لپاره فکري او کلتوري پياوړی ضمانت برابر شي.
دغه خبره رئيس هو جين تاو د تبليغاتي کارونو په ملی غونډه کې له برخوالو استازيو سره د مرکې په ترڅ کې وکړه او و يې ويل بايد هغه ټول افکار او روحيه تبليغ وشي چې د هېواد د سمسورتيا، د وګړيو د نيکمرغۍ او د يوې هوسا ټولنې د جوړونې لپاره ګټور دی او وګړي بايد د کلتوري پرمختګ له برياليتوبونو څخه ګټی واخلي.