<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-23 18:27:14    
د زيږو غلو د خوړلو ګټې

cri

د خلکو د ژوندانه کچې له لوړتيا سره سم د چرګې ، هيلې ، غوايی غوښې او سمندري پيداوارونه د چينايانو په ورځني ژوند کې ډير ليدل کيږي ، خو د زيږو غلو د خوړلو اندازه يې ورځ په ورځ کميږي چې په پايله کې هغه کسان په پر له پسې توګه زياتيږي چې د وينې د فشار ، قند او غوړي د لوړتيا په ناروغيو اخته دي ، نو د کارپوهانو په وړانديز هر څوک بايد يوه اندازه زيږې غلې وخوري. پوښتنه دا ده چې د زبږو غلو خوړل څه ګټه لری؟

د چينايانو د عادت سره سم خواړه په دوو برخو ويشل کيږی چې يوه يې وريجی او د غنمو اوړه او بله يې جوار ، ږدن ، تور اوربشه او داسی نور چي زيږې غلې نوميږي ځکه چې ډير فايبرونه پکې موجود دي. د ځينو کسانو په نظر يوازي د وريجو او د غنمو اوړو د کمښت په حال کې زيږې غلې خوړل کېږي.خو اوس د ژوندانه سويه لوړه شوېده، زيږې غلې يوازی د څارويو د خوراک په توګه استعماليږي.د کارپوهانو په اند دغه نظر بيخي غلطه ده ځکه د زيږو غلو خوړل د روغتيا لپاره ډيرګټور دي . د بېجينګ د شيې هه روغتون د غذايی څانګې مرستيال ډاکتر يو کان وويل زيږې غلې له ښه غذايي ارزښت نه پرته دننه په وجود کې د ناوليو توکيو د له منځه وړلو ، د غوړيو او قند د کمولو نقش او د مسهل رول هم لری . د ډاکتر يو په وينا په غلودانو کې د مغذي مادو ډولونه او اندازې بېلې دي. د بېلګې په توګه د وريجو په پروتين کې د ليسين او ويتامين بي يو اندازه لږه ، خو په تورو اوربشوکې د ليسين اندازه زياته ده ، په جوارو ، اوربشو او تورو اوربشو کې د ويتامين بي يو اندازه هم ډيره ده . بله بېلګه دا ده چې ږدن د معدې لپاره ډيره ګټه لری .برسيره پردې په جوارو او تورو اوربشو کې غنی سوب اوليک

اسيد او سيتريک اسيد ډير غنی دي چې دغه مادې د وينو د فشار او د زړه ناروغۍ د درملنې لپاره ښه اثرونه لری .که څه هم وګړي د زيږو غلو په ګټو پوهيږي ، خو ولی دغه له زيږو غلو څخه جوړ شوی خواړه نه خوري ؟ خبريال له څو ښاريانو سره مرکه وکړه .ميرمن ليو خبريال ته وويل مثلا د جوارو اوړه د غنموله اوړو څخه زيږ دي ، نو د خوړلو لپاره مناسب نه دي. ښاغلي وانګ وويل ښوی غلې زما خوښيږي .پخوا مو ډير زيږه خواړه خوړلې وو ځکه چې ژوند مو خراب وو او ښوي غلې مو کمې وې .له دې څخه څرګندېږي چې له زيږو غلو څخه جوړ شوي خواړه ښوي نه دي په تيره بيا د وګړيو ژوند ښه او د ښويو غلو عرضه پوره ده . په حقيقت کې د زيږو غلو په وسيلې ښوي خواړه هم جوړيدای شی . د أشپزۍ کارپوهې ميرمن ون يې وويل زيږې غلې بايد له پخلولو مخکې په اوبو کې خيشت شی ،دا پړاو ډير مهم دی چې د پخولووخت له لنډوالي نه پرته به خواړه هم څه نرم شی او د خوند او هاضمې لپاره به هم ګټور وی.

که څه هم زيږې غلې د روغتيا لپاره ګټه لری ، خو بايد ټاکلې اندازه وخوړل شی . د زيږو او ښويو غلو د خوړلو اندازې په هکله ډاکتر يو وويل اوس مهال دوه ډولونه وګړي شته چې يو ډول يی هيڅ زيږ خواړه نه خوري ، بل يی هره ورځ دغه ډول خواړه خوري چې دواړه د روغتيا لپاره ګټور نه دي ځکه د زيږو او ښويو خواړو د خوړلو تناسب بايد مناسب وي . ښه به دا وی چې هره ورځ ډوډۍ په دريو برخو ويشل کيږي چې دوه برخې يې ښوي او يوه برخه يی زيږ دی . نشی کيداي زيږه خواړه يو وار وخوړل شی او بايد نيمه برخه غرمه او بله نيمه برخه ماښام وخوړل شی.

په پای کې د توجه وړ خبره خو دا ده چې زيږه خواړه د هغو کسانو لپاره مناسب نه

دي چې د معدی او کولمو عمل يې ضعيف دی مثلا زاړه او واړه ، دغه راز هغه کسان هم بايد کم زيږه خواړه وخوري چې په وجود کې د کلسيم او اوسپنې عناصر کم او يا له ناروغيو څخه د مصونيت توان کمزوری دی ځکه چې په زيږو خواړو کې زيات فايبرونه د ځينو ناروغيو د رامنځته کيدو ، له ناروغيو څخه د ځان ژغورلو توان د کمښت او يا د متابوليزم د نابرابرۍ سبب کېږي