<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-23 18:29:49    
په شانګهای ښار کې د کليوالو کارګرانو نېکمرغه ژوند

cri

ګرانو دوستانو، په چين کې د ښاري کيدو او د صنعتی چارو د پرمختګ له امله زيات شمېر بزګران د مزدورۍ لپاره ښارونو ته ځی چې په اصطلاح دوی ته کليوال کارګران وايی ٠ اوس په چين کې څه نا څه ١٢٠ مليونه تنه کليوال کارګران په ساختمان ، چاپيريال ساتنی ، د توکيو جوړولو او د کورنيو خدمتونو په چارو بوخت دي ٠يوازی د چين په ختيځ شانګهای ښار کې څه دپاسه ٤ مليونه تنه کليوال کارګران په بېلا بېلو چارو بوخت دي چې د دغه ښار د پرمختګ لپاره يې ستر خدمتونه کړيدي٠ د شانګهای ښاروالۍ د طبی ضمانت او ښوونی په ګډون د دوی د کار او ژوند د شرايطو د ښه والی لپاره کوښښ کوی ٠

د شانګهای د جيا دينګ د ما لو په ښارګوټی کې د يونګ شنګ په نامه د هستوګنې سيمه داسی لومړنی سيمه ده چې درې کاله مخکې په ځانګړې توګه د کليوالو کارګرانو د هستوګنځاي په توګه د حکومت تر لارښوونی لاندی د ټولنی د څه د پاسه ٣ سوه مليونه يوانو په راغونډولو سره جوړه شوې ده٠ هوانګ فا لی يو کليوال کارګر دی چې اوس په دغه هستوګنځاي کې اوسيږی او مياشتنۍ کرايه يې يوازی ٨٠ يوانه ده، ده وويل د نورو سيمو په پرتله په دغه هستوګنځای کې زموږ ژوند ډېر ارام او ښه دی٠

دغه هستوګنځای له ١٠ ښکليو ودانيوڅخه جوړيږي چې ٦ پوړونه لری او رستورانتونه، بانک، بازارونه او طبی مرکز پکې شته٠ بر سيره پر دې کتابتون ، د انترنيت بار او د لوبی ډګر هم شته چې د ځوانو کليوالو کارګرانو لپاره د زده کړې، ورزش او د ساعت تيری اړتياوې پوره کولای شي٠ د هستوګنې سيمې د ادارې او خدمت مرکز هم کله نا کله د پوهنتون ښوونکيو او قانونی سلاکارانو ته بلنه ورکوی چې کليوالو کارګرانو ته مسلکي روزنه او قانوني مرستې برابرې کړی٠

پر دغه هستوګنځاي بر سيره شانګهای ښاروالی د کليوالو کارګرانو لپاره د ټيټی کرايي کوټې هم برابرې کړی او په ازمويښتی توګه يی په ښار کې تشې فابريکې د کليوالو کارګرانو د ليليو په توګه استعمال کړی چې په پايله کې يی ددوی د استوګنې شرايط ښه کړی دی٠

اوس په شانګهای کې د کليوالو کارګرانود ډېرې پاملرنې وړ مسئله يعنی ددوی د اولادونو د زده کړې ستونزه هم حل شوی ده ٠ د بېلګې په توګه په دغه ښار کې دولتی ښوونځی د کليوالو کارګرانود اولادونو لپاره پرانيستل شويدي چې عمر يی د زده کړې لپاره مناسب دی ٠ بر سيره پر دی نوموړی ماشومان کولی شی چې په ځانګړو ښوونځيو کې زده کړه وکړي چې د دوی د پلرونو او ميندو د کار له ځايونو سره نژدی پراته دي، دغه ښوونځي په عمده توګه د ټولنيزو ځواکونو او حکومت له خوا په ځانګړی توګه د کليوالو کارګرانود ماشومانو د منلو لپاره جوړيږي٠ په مين هانګ سيمه کې د هوا شينګ په نامه لومړنی ښوونځی يو داسی ښوونځی دی چې ښوونيز تاسيسات يې بشپړ دي او څه دپاسه زر تنه ياد شوي ماشومان پکې درس لولی٠ دونګ جه، پن لين او لياو ينګ دری کاله مخکې په جلا جلا توګه له سيچوان، ان هوی او جيانګ شي ولايتونو څخه راغلی دی٠ دوی وويل دلته درسي کوټې لويې او روښانه دي ، موږ خوشاله يو چې دلته زده کړی کوو٠

په مين هانګ سيمه کې هم داسی٣٣ ښوونځي شته او د زده کوونکو شمېر يی څه دپاسه ٢٠ زرو ته رسيدلی دی٠ د دغی سيمی د ښوونی ادارې چارواکی وانګ يی شين وويل حکومت د نوموړو ښوونځيو پوره پلوی کوی٠ په شانګهای ښار کې د کليوالو کارګرانو د ماشومانو لپاره د ښوونځيو په غاړه د دندی اخيستلو بيمه د ښار د ښوونيزې کميټې له خوا تر سره کيږي٠ ښاري حکومت تير کال د مين هانګ

سيمی د ٣٣ ښوونځيو د تحصيلي تاسيساتو د بشپړتيا ، د کتاب اخيستلو او طبی تجهيزاتو د زياتوالی لپاره څه دپاسه ١٤ مليونه يوانه لګولي دي٠

کليوال کارګران ورځ په ورځ په ښاريانو بدليږي ،په شانګهای کې د ټولو هستوګنځيو کلتوري خدمتی مرکزونه دوی ته خلاصيږی٠ د شانګهای د کليوالو کارګرانو د کاري غونډی د دفتر مدير جاو جيان ده وويل حکومت به په دغه ښار کې د کليوالو کارګرانو د ژوند کيفيت د لوړتيا لپاره لازيات تدبيرونه ونيسی چې په پايله کې به دوی د دغه ښار د غړيو په توګه وګرځي٠