<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-23 19:00:20    
د چين د ولسی کانګرس استازي د ماشومانو او ځوانانو غوښتنو ته پاملرنه کوي.

cri

څو ورځې مخکې د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکې سيمې ګوندی کمېټې د چين د کمونست ګوند په اوولسم ملی کانګرس کې د ټاکل شويو تګلارو د پلی کولو، د زياتو ماشومانو او ځوانانو د هيلو او غوښتنو راغونډولو او د ماشومانو او ځونانو د قانونی حقونو ساتلو لپاره له ماشومانو او ځوانانو سره د تګ راتګ يو فعاليت تر سره کړ. د دغې سيمې ګوندی کمېټې د دغې خپلواکې سيمې د ولسی کانګرس ځينو استازيو او د سياسی مشورتی کنفرانس د کمېټې ځينو غړيو ته بلنه ورکړه چې په دغه فعاليت کې ګډون وکړي، دوی اوس د دغې خپلواکې سيمې په مرکز ين چوان ښار کې په کار بوخت دي. دغه فعاليت چې نوم يې د ماشومانو او ځوانانو د هيلو اورېدل او د دوی غوښتنې پوره کول و، د ولسی کانګرس استازيو او د سياسی مشورتی کنفرانس د کمېټې غړيو په کې د دغې خپلواکې سيمې د ځينو پوهنتونونو، تصديو او کليو له څه دپاسه دری سوه او پنځوس تنه زلميانو سره مخامخ د ماشومانو او ځوانانو د رواني روغتيا، د ځانی امنيت ساتلو او د نوي سوسياليستی کلي د ابادۍ په شمول د ځينو مسئلو په اړه يو له بل سره د نظريو تبادله وکړه.

د ځوانانو له خوا د کار موندل اوس د چارواکيو لپاره د پاملرنې وړ يوه مهمه ټولنيزه مسئله ده او د ياد شوي فعاليت هم يو عمده موضوع وه. د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکې سيمې د خيريه چارو عمومی ټولنې مشر او د شه ځوی شان ښار د سياسی مشورتی کنفرانس د کمېټې غړي چين فنګ ګان په دغه فعاليت کې د خپلو تجربو په شريکولو سره ګډون کوونکو ځوانانو ته وويل چې ځوانان به هرومرو د کار موندلو يا په خپله د تصديو جوړولو په ترڅ کې له زياتو ستونزو سره مخامخ شي. خو بايد دغو ستونزو ته خپل سر ټيت نه کړي، ځکه چې که يوه ستونزه حل شي، نو خپل توان به لوړ شي، پر ځان به يې باور زيات شي او برياليتوب ته به نژدی شي.

د نينګ شيا د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د ګوندی ډلې منشي او د دغې خپلواکې سيمې د سياسی مشورتی کنفرانس د نهمې دورې کمېټې غړی پروفيسر بو چينګ لو په دې نظر دی چې بايد په دوو اړخونو کې له پوهنتونو څخه د فارعو شويو ځوانانو د استخدام مسئلې د حل لپاره کوښښ وشي. له يوې خوا، ګرده ټولنه بايد محصلينو ته پاملرنه وکړي او په دې پوه شي چې زياتره محصلين ډېر ښه او تکړه ځوانان دي. له بلې خوا، محصلين بايد د کار له موندلو مخکې رنګا رنګ تياريانی تر سره کړي.