د خلکو ورځپاڼې د خبر له مخې، د بېجينګ د سيلانۍ ادارې مرستيالې شيونګ يو مې د جنوری په درويشتمه نېټه وويل د اولمپيک لوبو په موده کې به د بېجينګ ښاريانو ځينی کورونه د بهرنيو سيلانيانو د کوربنۍ دنده پر غاړه واخلي. دغه کورونه د اولمپيک کور نومېږی او د غوره کولو کار به يې په راتلونکی فبروری کې د پسرلي له اختر وروسته پيل شي.
ميرمن شيونګ يو مې وويل د بېجينګ د سيلانی ادارې د اولمپيک کور د غوره کولو اړوند ميکانيزم او ميعار ټاکلی دی، د بېلګې په ډول په کور کې لږ تر لږه يو غړی په انګليسی ژبه پوهېږی او داسی نور.