<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-24 15:12:38    
د حيواناتو د هګيو اچولو توان

cri

د انسان د نفوس د کنترول نه څو زره کاله وړاندی د حيواناتو او مرغانو د تکثير کنترول شروع شو، ويلی شي چې هر ډول مرغه په ثابت ډول هګی اچوی، مثلا صحرايی چرګه عمومأ د لسونه زياتی دانی هګی اچوی، کله چې اچول شوی هګی کافی وی، نو د هګی اچول په خپله ختميږی او په هګيو باندی په کيښينا ستلو پيل کېږی٠ يوه ازموينه دا وه چې وروسته تر هغه وخت چې صحرايی چرګی لردانی هګی په ځالی کې اچولی دی، هره ورځ له ځالی څخه يوه فانه هګی يوړل شوه، څرنګه چې په ځالی کې د هګيو شمېر ټاکلی اندازې ته ندی رسېدلی، نو چرګی بيا هره ورځ يوه هګی واچوله څو چې د هګيو شمېر ټاکلی شمېر ته ورسيږی، د ازموينی نتيجه دا وه چې دغی چرګی له سره تر پايه پوری يو سلو درويشت دانی هګی اچولی دی٠ له دی څخه څرګنديږی چې صحرايی چرګه له ټاکلی اندازی څخه د زياتو هګيو د اچولو طاقت لری، يوازی تر هغه وخت چې اچول شوی هګی ټاکلی اندازې ته ورسيږی، نو د هګی اچولو بهير به ختم شي٠ په بله ژبه دا د هګيو کنترول دی ځکه چې که ډېری زياتی هګی واچول شی، نو چرګه په خپل وجود پر نورو هګيو باندی نشی کيښناستلی او د وجود نه په بهر کې له هګيو څخه چرګوړی نشی وتلی٠ د اوږدی مودی د طبيعی انتخابله امله د صحرايی چرګانو د تکثير عادت رامنځته شويدی٠ د بل مثال په توګه کورنی توتکی په شمالی چين کې هر کال يو ځل هګی اچوی ٠ که هګی يووړل شی، توتکی به نوری هګی بيا واچوی ٠ له دی څخه هم څرګنديږی چې توتکۍ هم د زياتو هګيو اچولو توان لری٠ توتکی ځکه هر کال يوازی يو وار هګی اچوی، لامل يې دا دی چې په هغه وخت کې هوا ښه ده، خواړه کافی او د روزلو محيط يې هم غوره دی٠

د ببر عمر ديرشو کالو ته رسيږی او ببره له يو نس څخه له دوو څخه تر پنځو پوری بچی زيږوی٠ ښځينه ببره د درو څلورو کالو په منګ بچی زيږوی او د حامله ګۍ موده يې له اته نويو ورځو څخه تر يو سلو لسو ورځو پوری ده، د ببر زوی په طبيعی حالت کې د زيږيدنی دوه دری کاله وروسته له خپلی مور څخه جلا ژوند کوی او په همدی موده کې ببره نور بچی نه زيږوی، نو په غرونو کې ببره عمومأ په دوه درو کالو کې يو وار بچی زيږوی٠