د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان ولسمشر پروزير مشرف چې اوس د نړيوال اقتصاد فورم په کلنۍ غونډه کې ګډون کوی، د جنوری په څلورويشتمه نېټه د سويس په داوس کې وويل پاکستان به د پارلماني ټولټاکنو د ازادۍ، روڼوالي، عدالت او امنيت د ضمانت لپاره کوششونه وکړي چې د راتلونکی فبروری په اتلسمه نېټه به تر سره شي. پاکستان به هڅه وکړي چې د هېواد د ثبات او د اقتصاد پر له پسې پرمختګ د ساتنې لپاره يو ثابت حکومت جوړ کړي .
پرويز مشرف وويل ټولټاکنو ته بېلا بېلی تياريانی روانې دي او د رايو ور کونې مرکزونه او مقررات پر انټرنيټ خپاره شوي دي.