د خلکو ورځپاڼې د خبر له مخې، د ٢٠٠٨ کال د چين د دوديزې درملنې کاري غونډه د جنوری په څلورويشتمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. په دغه غونډه کې ويل شوي چې اوس په چين کې د دوديزې درملنې د روغتونونو شمېر له دری زره څخه اوښتی او د بسترونو شمېر دری سوه او دېرش زرو ته رسيدلی دي. له دې څخه څرګندېږی چې د چين د دوديزې درملنې خدمتي سيستم په بنسټيزه توګه جوړ شوی دی.
پر دې سربيره، له نورو هېوادونو سره د چيني درملونو تبادله او همکاری هم پراخه شوی ده. تر اوسه پوری په يو سل او دېرشو هېوادونو او سيمو کې د چيني درملنې ارګانونه جوړ شوی او د چينی درملونو د صادراتو کلنی ارزښت له يو مليارډ امريکايی ډالرو څخه اوښتی دی.