د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د اطلاعاتو او راډيو ادارې وزير نثار ميمون د جنوری په څلورويشتمه نېټه په يوه مطبوعاتی غونډه کې د هند هغه وينا رد کړه چې وايی د پاکستان د ګوادر بندر جوړونه به د هند لپاره يو سخت پټ ګواښ وګرځي.
نوموړي وويل د هند حکومت دغه وينا د دواړو هېوادونو تر منځ د خبرو اترو له روحيې څخه سرغړونه ده او د دواړو هېوادونو تر منځ پر اړيکو به منفی اغېزه وکړي. د ګوادر بندر به د پاکستان په اقتصادي پرمختګ کې ستر رول ولوبوي او د سيمه ايزې سوداګرۍ لپاره به يوه دروازه وګرځي.