د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د جنوری په څلورويشتمه نېټه په دغه هېواد کې د چينی شرکتونو له استازيو سره يوه مباحثوی غونډه وکړه. دغه وزارت د چينی اتباعو د ډاډمنتيا د ساتنې په اړه د چينی شرکتونو وړانديزونه غوښتنه وکړه.
په پاکستان کې د چينی شرکتونو ځينو استازيو، د پاکستان د کورنيو چارو وزارت، د سوداګرۍ وزارت او د اوبو او برېښنا د پرمختګ ادارې په شمول د اتو ارګانونو چارواکيو په دغه غونډه کې ګډون وکړ.
د ٢٠٠٤ کال له می راهيسی په پاکستان کې پر چينايانو ډېر بريدونه شوي او زيات کسان پکې وژل شوي دي. نو د چين حکومت له پاکستان څخه غوښتنه کوي چې د چينی اتباعو د ډاډمنتيا ضمانت پياوړی کړي.