<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-25 17:28:40    
د چلي لومړنی ښځينه ولسمشره ميچيل باچيليت

cri

نن ورځ په څو هيوادونو کې ښځينه ولسمشرانې رامنځته شويدي مثلا په بنګله ديش ، المان ، لايبريا ، فلپين او داسي نورو هيوادونو کې .

د خوښۍ وړ خبره دا ده چه د ٢٠٠٦ کال د جنوری په پنځلسمه نېټه د چلي د ولسمشری ټولټاکنو د دوهم پړاو رايو ورکولو کی د واکمن ګوند کانديدې ميچيل باچيليت د رايو په اکثريت سره د چلي لپاره د ټولنې کانديد سيباستيان پينيرا ته ماتی ورکړه او دا د چلي لومړنی ښځينه ولسمشره شوه .د چلي د ټولټاکنو ارګان په همدې شپه د رايو د شمېرلو دريم راپوټ خپور کړ چه په ټول هيواد کې په سلوکې د نهه نوي اعشاريه يواويا رايو له شمېرلو وروسته ، د مېچيل باچيليت له خوا تر لاسه شويو رايو شمير په سلو کې دری پنځوس اعشاريه نهه څلويښت و .

د واکمن د ټولنې په اړه د ولسمشری د ټولټاکنې د مرکز له خوا د باچيليت د بری له اعلانولو نه وروسته سيباستيان پينيرا پر ټلېويزيون کې وينا وکړه او پکې يی خپله ناکامی وپېژندله او باچيليت ته يی خپله مبارکې هم وويله . له دې نه وروسته ميچيل باچيليت په رسمې توګه د چلی په تاريخ کی لومړنی ښځينه ولسمشره وټاکله شوه .

دغه انتخابات په١٩٩٠ کال کې ملکی حکومت ته د چلي د پوځی حکومت له خوا د خپلې واکمنې د بيرته ورکولو نه وروسته څلروم انتخابات وو . د دغو انتخاباتو په لومړی دوره کې هېچا له نيمو زياتی رايی تر لاسه نه کړې ، نو د چلي له اساسی قانون سره سم په لومړې دروه کې باچيليت او پينيرا چې تر نورو ډېرې رايی

بې تر لاسه کړی وې ،نو د ټولټاکنو په دوهم پړاو کې يی شوای .

باچيليت چه د چلي له پوهنتون څخه فارغه شوی ، يوه هوښياره او زحمتکښه مېرمن ده . هغې له خپل خاوند څخه له بېلېدو وروسته له خپلو دريو مشامومانو سره يو ځای ژوند کوی او د خپلو کوششونو له لارې يی زيات برياليتوبونه تر لاسه کړيدی .

دا پخوا يوه ډاکتره او په چلي کې د جراحی او ساری ناروغيو يوه متخصصه وه . د ٢٠٠٠ کال په مارچ کې يی د روغتيا د وزيرې دنده پر خپله غاړه واخيسته . د ٢٠٠٢ کال د جنوری په اومه نېټه د چلي ولسمشر نوی کابينه جوړه کړه او اوه تنه نوی وزيران يی پخپله کابينه کې شامل کړل . په هغه وخت کې ميچيل باچيليت د چلي او لاتينی امريکا په تاريخ کې د ملی دفاع د لومړی ښځينې وزيرې په توګه وټاکل شوه .

مېرمن باچيليت تل د نظامې چارو د زده کولو لپاره کوشش کړي او پخوا يی

د امريکې په واشنګتن کې د امريکا د دفاعی چارو په پوهنځی کې زده کړې وکړې او تخصصونه يی سياسی او دفاعې تګلارې وي . دا پخوا د چلي د ملی دفاع د دريو وزيرانو مشاوره وه . د چلی خلک له باچيليت سره ډيره مينه لری ، ځکه چه د ملی دفاع د وزيرې په توګه له ټاکلو نه وروسته د چلي پوځونو بشرۍ حقوقو ته يی ډېر احترام کاوه . د روان کال په سر کې د چلي د ځمکنيو ځواکونو قوماندان ژمنه وکړه چه د چلي پوځونه به تل د خپلو حقوقو د لولو په چوکاټ کې کار کوی .