<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-25 17:38:25    
افغاني غالۍ د چينايانو له ښه هرکلي سره مخامخ شوې

cri

د بهرنیان په چین کې پروګرام خوږو اورېدونکیو ښې چارې ،هیله مند یم چې د ژوند پر ناخوالو مو بری موندلی وی او د یو نیکمرغه او هوسا ژوند خاوندان اوسئ،خوشحاله یو چې ددغې لړۍ د یوې بلې کړۍ په وړاندې کولو سره ستاسو په چوپړ کې یو.درنو دوستانو لکه چې په تېره اونۍ کې مې ژمنه درسره کړې وه چې د افغان سوداګرو او یو شمېر صنعت کارانو مرکې به په وار سره تاسو ته وړاندې کړم نو دادی په دې اونۍ کې به هم د خپلې ژمنې سره سم د نوي بهبود شرکت د مشر مرکه تاسو ته وړاندې کړم ،چې د غالیو په برخه کې خپلې چارې پرمخ بیایی،

درنو دوستانو تاسو په تېر پروګرام کې واورېدل چې څه موده وړاندې دلته په بیجینګ کې د چین دولت په نوښت د جنوبی آسیا یو شمېر هېوادونو د سوداګرانو لخوا یو نندارتون جوړ شوی و،چې ګڼ شمېر افغان سوداګرانو او د لاسی صنایعو صنعت کارانو هم خپل توکی پکې نندارې ته کیښودل،ښاغلي حاجی همایون هم ښکلې او رنګینې افغاني غالۍ دغه نندارتون ته راوړې وې،دی وایي ددغه نندارتون له لارې غواړي چې افغاني غالۍ نورو نړیوالو ته وښيي :

موږ ددې نندارتون له لارې غواړو چې افغاني غالۍ نورو نړیوالو او په تېره بیا چینایانو ته وروپیژنو،څو له دې لارې وکولای شو د چین او افغانستان دوستي لا پسې ټینګه کړو.

په تېرو شاوخوا دېرشو کلونو کې له کله نه چې په چین کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاره پیل شوې پدې هېواد کې د نورو بیلابېلو برخو تر څنګ په اقتصادي ډګر کې د پام وړ مثبت بدلونونه راغلي چې دا مهال یې د ټولې نړۍ پام ځان ته وراړولی دی،د اقتصاد د چټک پرمختګ په بهیر کې د چین په بیلابیلو برخو کې د سوداګرو د لا هڅونې په موخه په لسګونو نندارتونونه او او غونډې جوړې شوې دي،حاجی همایون وایی نورو افغانانو په مخکنیو نندارتونونو کې ګډون کړي،خو دا لومړی ځل دی چې چین ته راځي :

مخکې هم په چین کې څو نندارتونونه جوړ شوي خو زما دا لومړی ځل دی چې په اوسني نندارتون کې ګډون کوم،او ډېر ترې خوښ یم،د چین د دولت او خلکو چلند ډېر د ستاینې وړ دی،

درنو اورېدونکیو ښایي تاسې به هم پوهیږئ چې افغاني غالۍ په ټوله نړۍ له ځانکړي شهرت څخه برخمنې دي،او په سوداګریز بازار کې د ښه نوم او ځای درلودونکې دي،خو اصلي خبر داده چې اوس مهال د خلکو غوښتنې ورځ تر بله توپیر کوي،او زیاتره کسان نوې بڼې یا ډیزاینونه خوښوي،دا چې افغاني غالۍ د اوسني وخت غوښتونو ته ځواب ویلی شي که نه؟د نوي بهبود شرکت مشر پدې هکله داسې وایي :

اوس مهال ډېر زیات نوښتونه شوي دي،پدې وروستیو څو کلونو کې زموږ غالۍ جوړونکیو د رنګونو،بڼو او نورو بېلابېلو برخو کې ډېر زیات مثبت کارونه کړیدي،چې د بازار اوسنۍ غوښتنې په ښه توګه پوره کولای شو.

په تېرو دوه لسیزو کې کله چې د افغانستان امنیتي حالات ډېر خراب و ،نو افغان سوداګرانو خپل تولیدات د نورو هېوادونو له لارې او یا هم د نورو هېوادونو په نوم بهر ته لیږدول،چې ډېره لږ ګټه یې تولیدونکیو ته رسېده،د حاجی همایون په آند له تېرو څو کلونو راهیسې د افغاني غالیو حالات په ښکاره توګه بدل شوي،چې افغان دولت او نورو اړوندو ادارو پدې برخه کې ورسره د پام وړ مرستې کړې دي او نړیوالو ته د خپلو توکیو د ورپېژندلو لپاره د نورو مرستو هیله هم کوي :

موږ له اړوندو چارواکو څخه غواړو چې سوداګرو ته د اوس په شان لازمې آسانتیاوې برابرې کړې،چې سوداګر وکړای شي نورو هېوادونو ته خپل تولیدات ورپیژني،او لدې لارې افغاني غالۍ په نړیواله کچه پرمختګ وکړي.

د نوي بهبود شرکت مشر په چین کې اوسنی نندارتون یوه ښه بیلګه ګڼي،او وایي،چې دلته د له افغاني تولیداتو او مصنوعاتو څخه ډېر ښه او تود هرکلی شوی دی،دی زیاتوي:

په چین کې د نورو هېوادونو د تولیداتو په پرتله له افغاني تولیداتو په تېره بیا له افغاني غالیو څخه ډېر ښه او تود هرکلی وشو،چې دا زموږ له پاره ډېر د خوښۍ حای دی،او موږ لا نور هم خپلو کارونو ته هڅوي چې پدې برخه کې نوي نوښتونه ولرو.

حاجی همایون وایي اوسنیو حالاتو ته په کتنې سره،د افغاني غالیو راتلونکې په ټوله نړۍ په تېره بیا په چین کې ډېره ښه ښکاري،ځکه اوس وخت هم زموږتولیدات ښه شوي او هم د اوسني بازار غوښتنې پوره کولای شو:

افغاني غالۍ په چین کې یوه ډېره ښه راتلونکې لري،چینایان ډېره مینه لري چې زیاتې افغاني غالۍ وپیري،او آن له ځینو ادارو څخه مو فرمایښتونه هم تر لاسه کړیدي.

د نوي بهبود شرکت مشر وایي دوی به هڅه وکړي چې ددغه شان نندارتونونو له لارې خپلو تولیداتو ته پراختیا ورکړي،او پدې لار کې د نورو زیاتو دا شان نندارتونونو د جوړولو په تمه دي:

موږ غواړو په ګڼو هېوادونو کې په دا شان نندارتونونو کې ګډون وکړو،او د غالیو د تولید په برخه کې نوي نوښتونه ولرو،او نورو نړیوالو ته یې وړاندې کړو.

د بهرنیان په چین کې د پروګرام محترمو اورېدونکیو نننې په همدې ځای پای ته رسیږي،د راتلونکي پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو پاک او مهربانه خدای سپارم .الله مو مل شه .