<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-25 17:45:20    
د های کو ښار- دوهمه برخه

cri

د وو ګونګ معبد ته په نژدی ځای کې د های کو ښار ځانګړي ودانۍ تر سترګو کېږي چې د چي لو په نامه ياديږي په چيني ژبه چی د سپرلۍ او لو د ودانۍ مانا لری او ساختمانی بڼه يي له اروپايي او أسيايي شکلونو سره تړاو لری. دغه ډول ودانۍ عمومأ دوه يا درې پوړيزه دي چې لاندنۍ برخه يې دهليز او منځنی برخه يي د اوسيدو ځای او پاسنی برخه يي بام دی او د هغې کړکۍ بهرنې چوکاټ چې له لارې سره مخ ده، په منبتکاری ښکلی شوی دی. له ليری څخه کتل کېږي چې ودانۍ د لارويانو پر لار سپرلې دی، نو دغه ډول ودانی د چي لو په نامه نوميږي.

د چي لو ودانۍ له نولسمی پيړی څخه تر شلمی پيړی پوری جوړې شوی دی. لومړی ودانۍ په ١٨٤٩ کال کې جوړې شوي او د سی پای لو په نامه ياديږي او ورپسې ډېرې داسی ودانۍ په پرله پسې ډول جوړې شوي دي. د های نان ولايت د موزيم څيړونکي

های سی ده وويل چي لو د هغو کسانو له خوا جوړې شوې وې چې جنوب ختيځې أسيا او يا اروپا ته يي کډه کړې او بيرته خپل وطن ته راستانه شوي وو. دوی له ځايي ساختماني دودونو سره د نورو هېوادونو د ساختمانی بڼو د يوځايښت له لارې د چي لو ودانۍ جوړې کړې چې د چين او نورو هېوادونو تر منځ د کلتوری تبادلې څرګنده نښه ترې ليدل کيږی.

د های کو په ښار کې داسې شپيته تاريخی ځايونه شته دي چې په ښه توګه ساتل شويدي شمېر يې شپيتو ته رسېږي او د چي لو په نامه د ودانيو پنځه سيمې او وو ګونګ معبد ددغه ښار د لرغونی تاريخ راتلونکی دی.

های کو له ژوند او تازه ګۍ څخه ډک ښار دی چې لرغوني او بهرني کلتورونه په کې په ښه توګه يو ځاي شويدي. باور دی چې په راتلونکې کې به د های کو ښار لا نور هم ښکلی او أباد وي.