<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-25 17:41:46    
د چين د يون نان موسيقی

cri

لنډه موده دمخه د چين د موسيقۍ دېرشو پوهانو د يون نان ولايت د قومی او ولسی موسيقی په اړه بحث کړی و. د هنر او کلتور پروګرام په ننۍ کړۍ کې به تاسو ته د يون نان موسيقی په اړه څه معلومات درکړم.

همدااوس مو د شيانګ ګه لي لا په نامه يوه سندره واورېده. شيانګ ګه لي لا د يون نان ولايت د دي چينګ د تبتی قوم په خپلواک ايالت کې پروت او د دغې سيمې په اړه ډېرې ښکلی کيسې د وګړيو ترمنځ مروجې دي.

د يون نان ولايت د چين په جنوب لوېديځ کې يوه قيمتي ډبره ده. دغه ولايت نه يوازی ښکلی طبيعی منظرې او کافی سرچينې بلکې لرغونی تاريخ او کلتور هم لري. بر سېره پردی په دغه ولايت کې د ملی لږکيو شمېر تر ټولو زيات دی. د يون نان ولايت پخوانی والی ښاغلی شو ژونګ کای وويل

د يون نان ولايت ډېرې قومی او کلتوري سرچينې لري. دغه ولايت د هان قوم په ګډون شپږ ويشت قومونه لري او بېلا بېلو قومونو د پرمختګ په بهير کې د سندرو او نڅاوو په ګډون يو لړ قومی او کلتوري دودونه هم ساتلي دي.

د يون نان ولايت ولسی او قومی کلتور په څو لسو کلونو کې ډېر چيني موسيقی پوهان جلب کړي دي. د سيند اوبو او مېلمان، مهربانی وکړئ چې پاتی شئ په نامه يو لړ غوره سندرې د چين په بېلا بېلو ځايونو کې مروجې شوي دي. د تېرې پېړۍ له نهمې لسيزې وروسته يو لړ ځوانو موسيقی پوهانوپه يون نان ولايت کې ژوند کړې او

له ځايي کلتور څخه يې ګټې اخيستې او پر همدی مهال يې اوسنيو ډولونو ته هم پاملرنې کړي دي. يو هنر مند ليو شياو ګن وويل

-د مرغانو په نامه يوه سندره زما استازيتوب دی. دغه سندره د يون نان ولايت له يو ولسی سندرې څخه بيا جوړ شوی ده. خو ورڅخه يې د چاپيريال ساتنې په اړه يوه موضوع څرګندېږي.

د يون نان ولايت د موسيقۍ، په تېره بيا د ملی لږکيو د موسيقۍ په اړه ډېرې زياتې سرچينې لري. خو دغې سرچينې بايد په ښه ډول نړۍ ته خپرې شي. يو مشهور موسيقی ليکوال يې شياو ګانګ وويل

د يون نان ولايت ډېرې قومی او ولسی ځانګړتياوې لري او په چين او ټوله نړۍ کې اغېزمن دي. هيله لرم چې دغې ځانګړتياوې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د نورو زياتو کسانو پاملرنې راجلب کړي. نو مونږ بايد د دغې موخې د تر سره کولو لپاره يوه ښه او منلو وړه لار پيدا کړو.

يون نان په وروستيو کلونو کې د خپل قومی موسيقی او کلتور د ساتنې لپاره ډېر فعال تدبيرونه نيولي دي. يو هنرمند ليو شياو ګن وويل

 يون نان په وروستيو کلونو کې د کلتور ساتنې په برخه کې ډېر تدبيرونه نيولي دي. د ولسی هنرمندانو لپاره مو يوه ځانګړی جايزه پرانيستل کړه. دغه ولسی هنرمندان د يون نان په بېلا بېلوقومی سيمو کې د ولسی کلتور د خپرولو لپاره هڅې کوي. داسی ويل کېږي چې د کلتور ساتنې په برخه کې مو يو شمېر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. ډېر داوطلبان او د بهرنيو هېوادونو يو شمېر موسيقی پوهان هيله لري

چې د کلتور ساتنې لپاره خپلې هڅې وکړي.

د يون نان ولايت وويل په راتلونکی کې به په دغه ولايت کې کلتوري مرکزونه، هنري موزيمونه ، د موسيقۍ سالونونه، د هنري او کلتوري نوښتونو اډه او سيمې جوړ شي چې په زياته اندازه توګه د دغه ولايت د موسيقۍ سرچينې خپل مهم رول ولوبوي.