د پوښتنه او ځواب پروګرام هره اوونۍ د شنبې په ورځ خپريږی چې د اوريدونکيو بېلابېلو پوښتنو ته په کې ځوابونه ورکوو . هيله من يم چې د ليکونو او برېښناليکونو له لارې له مونږ سره اړيکې ونيسئ او خپلې بېلابېلې پوښتنې راواستوئ !
ګرانو دوستانو ! د پاکستان په صوبه سرحد کې زمونږ د يو دايمی اوريدونکی ښاغلی معشوق جان کامه وال له خوا څوورځې يو ليک رارسېدلی دی . ده په خپل ليک کې ويلی چې د سی ار ای راډيو د پښتو څانګې همکارانو ته د زړه له کومې سلامونه وړاندی کوم . مونږ ستاسو خپرونه په ډير شوق سره اورو او ډير معلومات تری اخلو .
ګرانو همکارانو ! مونږ له تاسی څخه يوه ګيله لرو هغه دا ده چې زه ستاسو يو وفادار او د شل کلونو اوريدونکی يم او د ١٩٨٨ کال څخه ستاسو پروګرامونه اورم . د هر همکار يو ريکارډ ماسره پروت دی . په ٢٠٠٤ کال کې ما د سی ار ای د پښتو څانګې په يوه معلوماتی سيالی کې لومړی درجه جايزه ترلاسه کړه . تاسو ويلی و هر څوک چې لومړی درجه جايزه ترلاسه کړه نو مونږ به يی چين ته راغواړو . خو تاسو خپله وعده پوره نه کړه .
ګرانه وروره ! موږ هم ستا څخه ډيره مننه کوو چې تل زمونږ خپرونه اوری او تل په فعاله توګه زموږ په بېلابېلو فعاليتونو کې ګډون کوې . ډير اوريدونکی هم همداسی پوښتنې لری چې ولی لومړی درجه جايزه اخيستونکی اوريدونکی چين ته نه شی راتللی . په حقيقت کې مونږ يوازی هغو اوريدونکو ته چين ته د سفر بلنه ورکوو چې د ځانګړی جايزې په ګټلو بريالی شوی وي . دغه ځانګړی جايزه له لومړی درجې جايزې څخه هم لوړه ده . نو معشوق جانه وروره تاسې يوازی لومړی درجه جايزه ترلاسه کړې ده او نه ځانګړی جايزه چې خپل سوغات مو دراستولی دی .
له دی سره سره د لومړی درجې جايزې اخيستونکو اوريدونکو شمېر هم زيات نه دی . خو مونږ به کوشش وکړو چې په راتلونکو فعاليتونو کې د خپلو اوريدونکو لپاره نور په زړه پوری سوغاتونه هم برابر کړو . دلته موږ بښنه غواړو چې تاسې د معلوماتی سياليو په اړه کافی معلومات نه دي برابر کړي . په راتلونکې مو د برياليتوب هيله من يوو.
ګرانو اوريدونکو ! د پاکستان په صوبه سرحد کې زمونږ يو بل اوريدونکی د اريانا پښتو ادبی تنظيم مشر او د افغان کلتوری بهير مشرسکرتر سيدوارث حنيفی څو ورځې مخکی يو ليک رااستولی دی . هغه په خپل ليک کې يو وړانديز کړی او ويلی يی دي چې پروګرامونه مو اورو . ښه او په زړه پورې دي . ګټور معلومات ترې حاصلوو. په سر کې درته يو وړانديز کوم هغه دا چې پوښتنه او ځواب پروګرام که مونږ او اوريدونکی پروګرام په اخر کې د پخوا په څير خپور شي ، ډير به ښه شی . د پروګرام په سر کې د ليکونو پيل بيا ورپسی پوښتنه او ورپسی د هغې ځواب او ورپسی يوه پښتو سندره په داسی ترتيب سره مونږ او اوريدونکی پروګرام خپور شي او د پوښتنه او ځواب پروګرام وخت هم په مونږ او اوريدونکی په پروګرام کې داخل شی يو خو به د پروګرام وخت زيات شي بل به دواړه پروګرامونه سره يو شي او خوند به يی هم ډير زيات شي .
ګرانه حنيفی وروره ! مونږ ډير خوشحاله يو چې تاسو له پښتو څانګې سره اړيکې ساتی او کله کله مونږ ته وړانديزونه هم رااستوئ . ستاسو دغه وړانديز ډير ښه دی . موږ به پر دغه وړانديز غور وکړو . ښايی زمونږ د ادارې له غور او پريکړې وروسته دغه وړانديز پلی شی . خو ستا د وړانديز له پلی کيدو نه مخکی وخت ته اړتيا شته . ځکه اوس په چين کې ترټولو نه مهم اختر رانژدی کيږی . تاسو ته معلومه ده دغه اختر کوم دی ؟
دغه اختر د چين د کرنيز کاليز له مخی د پسرلی اختر په نامه يادېږي . د چين له کرنيز کاليز سره سم روان کال د فبرورۍ اوومه نېټه د نوی کال پيل ګڼل کيږی . دغه اختر ته اوس يوازی
نيمه مياشت وخت پاتی شوی دی . ټول چينايان دغه اختر ته ډيره پاملرنه کوي او تر وسې پوری له بېلابېلو ځايونو څخه له خپلو کورونو ته ستنېږي او له کورنيو سره يو ځای کېږی . په چين کې د دغه اختر د لمانځنې لپاره د يوې اوونۍ رخصتی هم شته . خو زمونږ خپرونه به په دغه موده کې د تيرپه شان دوام ولری او ځانګړی پروګرامونه به هم ګرانو اوريدونکو ته وړاندی شی . که تاسو د چين د دغه اختر په اړه پوښتنې لری نو د ليکونو يا بريښناليکونو له لارې يی راوستوئ !
د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده . خوشحاله او نېکمرغه اوسئ !