<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-26 18:32:59    
موږ او اورېدونكي

cri
عمران –  زه امان الله عمران يم، له خپلې همكارې ډيوې سره دا دى يو ځل بيا د موږ او اورېدونكي پروګرام وړاندې كولو لپاره سټوډيو ته راغلي يوو او ستاسې سره په كې ملګري يوو، پروګرام ستاسې او ستاسې د ليكونو دى، نو هيله ده د اورېدو لپاره يې تر پايه راسره پاتې شئ. خداى وكړي ژوند مو په نېكمرغۍ او خوشالۍ سره تېروئ او هم مو بشپړه روغتيا په برخه وي، د اورېدونكيو له خوا ليكونه زيات رارسېدلي، نو موږ هم نور ځنډ نه كوو او سمدلاسه په پروګرام پيل كوو، مايكروفون خپلې همكارې ډيوې ته پرېږدم چې لومړۍ ليك راواخلي او ويې لولي.

ډيوه – هو عمران صاحب، زه هم دغه لومړى ليك را اخلم چې د خوشت له عليشېرو ولسوالۍ څخه د يوراج كلب غړي اورېدونكي رفيع الله رفيع را استولى دى. ده خپل ليك په انګريزي ژبه ليكلى، ليك يې سم نه شي لوستل كېدى، خو څومره چې موږ پرې پوه شوي يوو، نو دى وايي: دا زما لومړى ليك دى چې تاسو ته يې په انګريزي ژبه ليكم، زه ستاسې سره قلمي اړيكي لرم. اورېدونكى رفيع ليكي: زه غواړم ووايم چې ستاسې پښتو خپرونه او نور پروګرامونه مو ډېر غوره دي. هيله ده، ماته خپل مطبوعاتي توكي راواستوئ. ګرانه اورېدونكيه! ستا له ليك مننه، كه غواړې له موږ سره اړيكې وساتې نو هيله ده په راتلونكي كې ليك په خپله مورنۍ پښتو ژبه په داسې څرګند ډول وليكې، چې موږ يې ولوستلى شو. هيله ده بريالى اوسې!

عمران – ډيوې، زه به يو برېښنا ليك را واخلم چې له كابل څخه اورېدونكي غوث الدين فروتن را استولى دى. لومړى يې تا ډيوې او بيا يې د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه او نېكې هيلې ويلې دي. بيا يې ليكلي: كله چې د 2008 كال د اولمپيك نړيوالو لوبو لپاره د ځاى ټاكلو په اړه سيالي وه روانه وه، زما همدا هيله وه چې دا لوبې په چين كې ترسره شي او كله چې بېجينګ د همدغو لوبو لپاره غوره شو نو دا زما لپاره د خوشالۍ ډكې شېبې وې. كه څه هم ما تر اوسه چين نه دى ليدلى، ښاغلى فروتن ليكي، خو د هغو تاريخي اړيكو او ښه ګاونډيتوب له امله چې زموږ هېواد او چين يې لري، چين زما په زړه كې يو ځانګړى ځاى لري. په تېره بيا، نوموړى زياتوي، د چين د هغې سترې كارنامې له امله چې له مخې يې د افغانستان د خلكو لپاره له تېرو 35 كلونو پښتو خپرونې كوي.

ډيوه – اورېدونكي فروتن ډېرې په زړه پورې خبرې ليكلې دي، دى وايي: يوازې د افغانستان او چين تر منځ د ښو او دوستانه اړيكو خبره نه ده، بلكه د چين نړيواله ديپلوماسي، د جګړې ضد تګلاره او چټك اقتصادي پرمختګ هغه لاملونه دي چې په سيمه او نړۍ كې يې د چين اهميت زيات كړى دى. يوازې افغانان نه دي چې له چين سره د دوستانه او ښو اړيكو غوښتونكي دي، بلكه نوره نړۍ هم اوس له دغه هېواد سره، چې مطلب يې چين دى، په بېلا بېلو برخو كې د اړيكو ټينګولو او پراخولو زيار باسي.

عمران – هو، ډيوې اورېدونكى غوث الدين فروتن، په خپل برېښنا ليك كې خبرو ته دوام وركوي او وايي: كه څه هم ما د چين نړيواله راډيو دومره نه ده اورېدلې،خو وېبپاڼه يې زما لپاره ډېره په زړه پورې ده، ځكه چې دا دپښتو ژبې له بډايو او شتمنو وېبپاڼو څخه شمېرل كېږي. د اقتصادي او كلتوري چارو په اړه خبرونه او مطالب او دغه راز د ساينس او تكنولوژۍ برخې معلومات يې زما د خوښې وړ دي او هر وخت يې له لوستلو خوند اخلم. غوث الدين فروتن بيا د خپل برېښناليك په پاى كې يو څو وړانديزونه ليكلي او وايي:

هيله ده د چين نړيوالې راډيو خپرونې د افغانستان په بېلابېلو ښارونو كې د اېف اېم څپو له لارې پيل شي. د افغانستان په لويو ښارونو كې دې ځايي خبريالان په دندو وګومارل شي چې له سيمې څخه راپورونه، مركې، د خلكو هيلې او غوښتنې د همدې راډيو له لارې وړاندې شي.

ډيوه – د اورېدونكي فروتن برېښناليك ډېر په زړه پورې و، هيله ده ټول اورېدونكي چې انټرنېټ ته لاسرسى لري، موږ ته برېښناليونه راوستوي او خپل نظرونه څرګند كړي. اوس به دغه بل ليك را واخلم چې له مانسهرې څخه د خراسان كلب مشر نثار احمد احمدي را لېږلى دى. لومړى يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ستاسو د پښتو هېندارې نهمه ګڼه مې ترلاسه كړه، ډېرې په زړه پورې ليكنې يې درلودې، په تېره بيا د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير ښاغلي سپنتا سره مركه مو ډېره جالبه وه. نوموړى بيا زياتوي: ډېر زيات خوشاله شوم چې تاسې د پښتو هېندارې په دې ګڼه كې د كتاب او ليكوال پېژندنې ترسرليك لاندې يوه ليكنه هم خپره كړې وه. بيا وايي: د افغانستان كلتور او ټولنه كتاب په اړه د معلوماتوپه لوستلو خوشاله شوم، او له استاد جانګ مين څخه مننه كوم چې په دومره زيات كوشش سره يې دغه كتاب ليكلى دى.

عمران – ډيوې، د افغانستان د خوست ولايت له بابكرخېلو ولسوالۍ د كوټكيو له كلي څخه د بابكر خېل كلب مشر ولي جان ولي له خوا يو ليك رارسېدلى، د پښتو خپرونې ټولو كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته ليكلي: ستاسې د راډيو ټول پروګرامونه ډېر په شوق او هر وخت اورم، او كه چېرې د خپرونې كومه يوه برخه هم رانه پاتې شي، نو هغه ورځ، نوموړى ليكي، پر ما ډېره سخته تېرېږي. اورېدونكى ولي جان ولي بيا زياتوي: د سي آر آى راډيو ګرانو همكارانو، موږ تاسو ته ډېر ليكونه درلېږو، خو داسې ښكاري چې د پوستې له لارې تاسو ته نه در رسېږي، او ښايي له همدې امله وي چې په پروګرام كې له خپرېدو پاتې كېږي، تر دې دمه زموږ څلور ليكونه ستاسو په پروګرام كې خپاره شوي دي. نوموړى بيا زياتوي: زما ملګري د پښتو خپرونې د پوښتنپاڼو غوښتنه كوي، تاسو مهرباني وكړئ د پښتو خپرونې پوښتنپاڼې راولېږئ چې زه يې د خپل كلب د غړيو ترمنځ ووېشم، زما كلب، نوموړى ليكي، 33 تنه غړي لري او شمېر ان شاء الله په زياتېدو دى. اورېدونكى ولي جان ولي د خپل ليك په پاى كې نيوكه كوي او وايي: تاسو ويلي وو چې د خپرونې وخت به يو ساعت ته غځوئ او په پښتو هېنداره به د يوې مجلې په بڼه چاپوئ، خو يو كار مو هم ونه كړ، بيا وايي: هيله ده چې پر خپلو دغو ژمنو عمل وكړئ.

ډيوه- عمران صاحب، د پاكستان له مردان څخه اورېدونكى محمد اياز يو ليك را استولى، پښتو خپرونې ته يې له سلامونو او نېكو هيلو وروسته ليكلي: له هغه راهيسې چې ستاسو د خپرونې اورېدل مې پيل كړي، ډېره مې خوښه شوې ده، هيله ده چې ستاسې خپرونه نوره هم ښه او خوندوره شي. اورېدونكي محمد اياز په خپل ليك د يو څو شعرونو يو څو برخې هم رالېږلې دي او د خپرېدو غوښتنه يې كړې ده، خو د ده يو څو شعرونه په اردو ژبه دي، او له بده مرغه د پروګرام وخت د كموالي له امله يې پښتو شعرونه نه شو لوستلى. عمران صاحب وخت ته چې ګورو داسې ښكاري چې د پروګرام د پاى شېبې دي، نو څنګه چې اوس موسيقۍ ته نوبت وركړو، او د فرهاد دريا يوه سندره واورو.

عمران – سمه ده، درنو اورېدونكيو راځئ چې د ډيوې په خوښه د فرهاد دريا دغه سندره واورو.

عمران - درنو اورېدونكيو د فرهاد دريا سندره مو واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته ورسېد، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.