د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د اطلاعاتو د خپرونې عمومی ادارې څو ورځې دمخه وويل د چين د حکومت له پلان سره سم تر ٢٠١٥ کال پوری به د چين په ټولو شپږ سوه او څلويښت زرو کليو کې کتابونونه جوړ شي.
د کليوالو سيمو کتابتونونه چې د بزګرانو لخوا پخپل اداره کېږی، د بزګرانو کلتوری اړتياوو د پوره کولو لپاره خيريه تاسيسات دي د پلان له مخې، په هر کتابتون کې بايد د کتابونو شمېر له زر څخه زيات او د ورځپاڼو او مجلو د ډولونو شمېر له دېرش څخه اوښتی وي.
د معلوماتوله مخې، د ٢٠٠٧ کال تر پايه پوری د چين په کليوالو سيمو کې د کتابتونونو شمېر شل زرو ته رسيدلی. اټکل کېږی چې د روان کال تر پايه پوری به دغه شمېر پنځوس زرو ته ورسيږي.