<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-27 19:28:15    
د جو جن شه له خوا ويل شوی بهرنی سندری

cri

د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د مشهور سندرغاړی جو جن شه له خوا ويل شوی بهرنۍ سندری وړاندی کړو٠ لومړی به موږ په ګډه د جو جن شه له خوا ويل شوی هغه سندره واورو چې نوم يی دی کليوال.

( سندره ١ )

دغه سندره د فرانسی د سندرو جوړونکی هيکتور برليوز له خوا جوړه شوی چې پکې يې د پسرلی ښکلی منظری بيان کړی دی .

جو جن شه په ١٩٦٢ کال کې د چين د جی لين ولايت په چانګ چون ښار کې زېږېدلې ده. هغې په ١٩٨٧ کال کې د تيان جين د موسيقی په پوهنځي کې زده کړې وکړې، تر فراغت وروسته په دغه پوهنځی کې د يوې ښوونکی په توګه وټاکل شوه او هغه مهال يې د چين د موسيقی له مشهور پوه ګوو شو جن څخه زده کړه وکړه چې له امله يی د سندرو ويلو سويه ډېره لوړه شوی ده٠ جو جن شه په ٢٠٠٣ کال کې د امريکا د ميچيګن په مرکزی پوهنتون کې زده کړې وکړې او د امريکا د موسيقی له څانګې څخه د ماسټری په کچه فارغه شوه .

( سندره ٢ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د المان د مشهور سندر جوړونکی جوهانيس براهمس له خوا جوړه شوی سندره واوريده چې نوم يې و زما زګېروی.

جو جن شه څو ځله د چين په تيان جين او بېجينګ ښارونو کې خپل ځانګړی کنسرټونه جوړ کړی او زيات شمېر اورېدونکي يې ورجلب کړيدي. د پروګرام په پای کې به موږ په

ګډه د جو جن شه له خوا ويل شوی يوه خوندوره سندره واورو چې نوم يې دی ښکلی او ارام ماښام .

( سندره ٣ )

ګرانو اوريدونکو، د خوندورو سندرو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!