<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-27 20:28:58    
څلورم لوست

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! زه احمد زلمی د چينی ژبې لوست ته مو هرکلی کوم ! ډېر خوشحاله يم چې د پروګرام په دغه برخه کې له تاسو سره يو ځای د چينی ژبې زده کړه کوم . هېله لرم چې تاسو په اسانه توګه او په خوشحالۍ سره چينی ژبه زده کړئ او تری ګټه واخلئ .

ګرانو دوستانو ! د تېر لوست په شان مونږ د نوی درس له زده کړې مخکی د تېر لوست هغه مرکه يو ځل بيا سره واورو :

这几年,北京变化真大啊。جۀجي نيان ، بېجينګ بيان هوا جن دا عا !

په دغو کلونو کې بېجينګ ستر بدلونونه موندلی دي .

是啊,每年都有变化。شي عا ، مۍ نيان دوو يوو بيان هوا .

سمه ده ، هر کال نوی بدلونونه رامنځته کيږی .

奥运会要召开了。那个时候,肯定会更漂亮。او يون هوی ياو جاو کای لۀ . ناګه شي هوو ، کن دينګ هوی ګنګ پياو ليانګ .

د اولمپيک سپورټی لوبې به ژر ترسره شی . په هغه وخت کې به بېجينګ نورهم ښکلی شی .

一定要看看奥运会。 يي دينګ ياو کن کن او يون هوی .

حتمأ به د اولمپيک له سپورټی لوبو څخه ليدنه وکړم .

ګرانو دوستانو ! أيا تاسو پوهيږئ ؟ د بېجينګ اولمپيک سپورټی لوبې به کله ترسره شی ؟ د بېجينګ اولمپيک سپورټی لوبې به د روان کال د اګيست له ٨ نېټې څخه تر ٢٤ نيتې پوری ترسره شی .

( او يون هوی ) يعنی اولمپيک سپورټی لوبې . اولمپيک ته په چينی ژبه کې او لين پي که ويل کيږی . دغه راز سپورټی لوبې په چينی ژبه کې يعنی يون دونګ هوی . نو اولمپيک سپورټی لوبې په چينی ژبه کې بايد او لين پي که يون دونګ هوی وويل شی او په لنډه توګه ور ته او يون هوی هم ويل کيږی . تاسو پوه شوئ په چينی ژبه کې اولمپيک سپورټی لوبې څرنګه ويل کيږی ؟ او يون هوی ، او يون هوی .

ګرانو دوستانو ! اوس به يوه نوی مرکه واورئ ! په دغه مرکه کې يو کس په بی پروايی سره له ښاغلی وانګ شياومينګ سره ټکر کړی . هغه کس له ښاغلی وانګ څخه بخښنه غواړی . مونږ به واورو چې په چينی ژبه کې څرنګه بښنه غوښتل کيږی او ځواب يی څرنګه ويل کيږی .

对不起!دوی بو چي

بخښنه غواړم .

没关系。مۍ ګوان شي

پروا نه شته .

对不起!دوی بو چي

بخښنه غواړم .

没事儿!مۍ شي اړ

پروا نه شته .

ګرانو اوريدونکو ! کله چې تاسو له بل چا څخه بښنه غواړئ نو بايد ووايئ دوی بو چي ، دوی بو چي . نو دوی بو چي ته څرنګه ځواب ورکړی شی ؟ پروا نه شه يعنی مۍ ګوان شي ، مۍ ګوان شي . په دغه جمله کې ګوان شي يعنی پروا او مۍ يعنی نه يا نه شته . نو پروا نه شته په چينی ژبه کې يعنی مۍ ګوان شي ، مۍ ګوان شي .

په ځواب کې مۍ شي اړ هم ويل کيږی چې معنی يی له مۍ ګوان شي سره يو شان ده .

مۍ شي اړ ، مۍ شي اړ .

ګرانو دوستانو! مونږ به دغه نوی مرکه يو ځل بيا واورو :

对不起!دوی بو چي

بخښنه غواړم .

没关系。مۍ ګوان شي

پروا نه شته .

对不起!دوی بو چي

بخښنه غواړم .

没事儿!مۍ شي اړ

پروا نه شته .

ګرانو اوريدونکو ! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده او هېله لرم چې تاسو په مناسب فرصت کې زيات تمرينونه وکړئ . خوشحاله او نېکمرغه اوسئ !