<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-28 19:24:22    
د شه دو په نامه منظره لرونکې سيمه

cri

د شه دو په نامه منظره لرونکی سيمه د بېجينګ په جنوب لوېديځ د فانګ شان په سيمه کې پرته ده . ځکه چې دغه ځای ته د رسيدو په لار کې د لسو ځلو لپاره د جو ما په نامه پر سيند باندی پلونه لېدل کېږي نو د شه دو په نامه ياديږي چې مانا يې د لسو ځلو لپاره له سيند څخه تيرېږي. شه په چينی ژبه کې د لس او دو د سيند تېرول مانا لری.. دغه منظره لرونکی سيمه د دولت په کچه د منظره لرونکيو ځايونو په لست کې شامله ده .

په شه دو کې ډېر غرنی غارونه او ژورې درې پرتې دي. د جو ما په نامه سيند د دغې سيمې له شمال لوېديځ څخه تر جنوب ختيځ پوری غځېږی.

په شه دو کې د څلورو فصلونو منظرې د يو انځور په شان ښکلي دي او په هر ګوټ کې منظرې بيلې دي . د بېلګې په توګه په پسرلی کې هلته په سل ګونه ډولونه ګلونه غوړېږی او ښه بوي هرې خوا ته خپريږي. په دوبی کې ټول غرونه د ونو لخوا پوښل کېږی او تک شنه ښکاری. په منی کې مېوې لرونکې ونې ميوې کوی او په ژمی کې سيند يخ کېږی چې يوې هندارې ته ورته دی.

له شه دو څخه ليدنه کتنه په ريښتنی توګه له دوهم دو څخه پيل کېږی. د دوهم پل له تېرولو وروسته به د پنځو ګوتو په نامه غر ليدل کېږي چې بڼه يې په پوره توګه لکه پنځه ګوتې دی .

د درېيم پل له تېرولو وروسته يوه لويه دره شته چې پکی لرغونی ودانۍ، د غرونو رنګارنګ څوکې تر سترګو کېږي. ځکه په دغه سيمه کې منظرې د هېواد په جنوب کې د منظرې په شان دي، نو دلته جنوبي دره نومېږی. په دغه سيمه کې بله د ليدووړ منظره د مو که جای په نامه ځای دی. دلته په لياو او سونګ امپراطوري دورو کې جنګي ډګر و او ويل کېږی چې دلته د چين په لرغونی دوره کې د ښځينه جنرالې مو ګوی ينګ په مشرۍ يوه پوځي اډه وه .

د شه دو په څلورمه برخه کې د شګو ډګر او يوه ښه منظره لرونکی دره موجوده ده. دلته پر لامبو وهل سربيره، د بيړيو په وسيلې د چکر وهلو ښه ځای هم دی چې د سيلانيان کولی شی د غره له څوکې څخه د سکي په وسيلې په چټکۍ سره کښته کړی.

د شه دو په شپږمه برخه کې هم يو شګلن ډګر شته . دلته د سيند اوبو د بهيدو سرعت ورو دی، اوبه پاکې او شګې نرمې دي چې د ماشومانو د ساعتېرۍ لپاره يو ډېر ښه ځای بلل کېږی.

د شه دو نهمه برخه د شه دو د سيلانۍ مرکز دی. دلته نه يوازی سيند ډير پراخ دی ، بلکی ډېر هوټلونه او دساعتېرۍ ځايونه شته دي.

لنډه دا چې شه دو د ډېرو ښکليو منظرو په ليدو سره د سيلانيانو لپاره د ساعتېرۍ يو غوره ځای دی.