<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-28 18:43:36    
د هو نان ولايت د شاو شان په ښار کې د سيلانۍ چارې چټک پرمختګ کوي

cri

ګرانو اوريدونکيو، شاو شان د چين د هو نان ولايت د ولسوالۍ په کچه يو ښار دی او د رئيس ماو ځه دونګ ټاټوبی هم دی.خو د ترانسپورتي شرطونود کمزورتيا او د نفوسو د کمښت له امله يې سيمه ايز اقتصادی پرمختګ ورو و. په وروستيو کلونو کې د شاو شان ښار د خپلو ښېګنو په کارولو سره د اقتصادی پرمختګ اړوندې مسئلې تر نظر لاندی نيولی دی.د چين د سوداګرۍ او اقتصاد پروګرام په ننی پروګرام کې به تاسو ته ددغه ښار د پرمختګ په باب لږ څه معلومات وړاندی کړو.

ګرانو اوريدونکيو، همدا اوس مو د رئيس ما ځه دونګ د ستاينې يوه سندره واوريده چې د چين خلک ور سره ډېر بلدتيا لري. د شاو شان ښار د رئيس ما ځه دونګ ټاټوبی دی او د چينايانو له خوا د مشرانو ټاټوبی په توګه ګڼل کيږي،نو له دې امله په چين کې ډېر مشهور دی.ګڼ شمېر خلک د سيلانۍ لپاره دغه ښارته ځي او د رئيس ماو د ژوند چاپيريال احساسوي. د انقلاب د يادونې ځايونو او موادو په ليدلو او د انقلابی روحيې په احساسولو سره د سيلانيانو راجلبونه په چين کې د سرې سيلانۍ په توګه بلل کيږي.

څو کاله مخکی د شاو شان سيمه ايز حکومت په حساسه توګه داسې معلومات تر لاسه کړي چې سره سيلانۍ د دغه ښار يوه ښېګنه ده. سيمه ايز حکومت له فکر کولو وروسته په دی موخه د هڅو او زيارايستلو پريکړه وکړه چې د دغې ښېګڼې په کارولو سره د دغه ښار د سيلانۍ چارې په چين کې د سرې سيلانۍ د لومړی نښې په توګه وټاکي.

په وروستيو کلونو کې د شاو شان ښاروالي د چين د سرې سيلانۍ د لومړۍ نښې د جوړولو لپاره له علمی پرمختيايی پلان سره سم د سيلانۍ او اقتصاد اأبادۍ ته لارښوونه ور کړې او د بنسټيزو تاسيساتو د أبادۍ، د چاپيريال ساتنې او د کارکوونکيو کيفيت او لياقت د لوړوالی په شمول په څو برخو کې يې خپل کوششونه کړي دي.

د شاو شان يو چارواکی مايو سی د دغه ښار د بنسټيزو تاسيساتو د أبادۍ او خدمتی سويې د يادونې په ترڅ کې خبريال ته وويلپخوا دلته هېڅ دری ستوريز هوټل نه و، خو اوس يو شمېر داسې هوټلونه شته او د ښار خدمتی تاسيسات او سويه هم لوړه شوې ده.

د معلوماتو له مخې دری کاله مخکی د چين مرکزی حکومت د شاو شان ښار په شمول د انقلابی اډو د يادونې لپاره د څو ځايونو د بنسټيزو تاسيساتو د أبادۍ لپاره دری سوه مليون يوانه لګولی دی.د شاو شان ښاروالۍ د دغه فرصت په کارولو سره په خپل ښار کې د رئيس ماو د پخوانی هستوګنځی او يادونې موزيم په شمول د سيلانۍ څو منظرې ترميم کړې او نوی منظرې يې زياتې کړې اوپه همدی وخت کې يې په دغه سيمه کې بنسټيز تاسيسات بشپړ کړل.

زمونږ خبريال په دغه ښار کې د ګرځېدو په مهال وليدل چې د هر کور د دروازې ترمنځ سړک تېريږي. اوس ښاروالي د سيلانۍ په ځايونو کې د دوو سړکونو او د موټرونو د درېدلو لپاره د څلورو ځايونو د أبادۍ لپاره هڅه کوي چې سيلانيانو ته لازياتې اسانتياوې برابرې کړي. له نان جينګ ښار څخه راغلی ښاغلی جانګ په ٢٠٠٢ او ٢٠٠٣ کاله کې له دغه ښار څخه ليدنه وکړه،تېر کال يې په خپل موټر کې دغه ښار ته

راغلی و. هغه وويل کله چې دغه ښار ته ځي، نوی بدلونونه ګوريپخوا د رئيس ماو د برونزی مجسمې د ډګر په وړاندی يو بازار موجود و، نو هلته ګډوډ و او رستورانټونه هم دومره زيات نه و.

د شاو شان په ښار کې د سيلانۍ پرمختګ هم اوس د دايمی پرمختګ بڼه غوره کوي او يوه ځانګړتيا يې دا ده چې سيمه ايز حکومت د سرې سيلانۍ د پرمختګ ترڅنګ د منظرو او چاپيريال ساتنې ته ډېره پاملرنه کوي او پردی بنسټ ايکولوژيکی سيلانۍ ته پرمختګ ور کوي.

ښاغلی ما وويل له ٢٠٠٣ کال راهيسی له دغه ښار څخه د ليدنې په موخه د سيلانيانو شمېر له دوه مليون تنو څخه دری مليون او يولک تنو ته زيات شوی او په همدی وخت کې د هر تن پر سر کلنی عايدات له پنځه زره يوانو څخه اته زره يوانو ته لوړ شوی دی.هغه زياته کړه چې شاو شان اوس د يوې غوره سوداګريزې نښې په توګه ډېر شهرت لري. دوی پلان لري چې د نورو مشرانو د ټاټوبو له ادارو سره يو ځای د سرې سيلانۍ د پرمختګ لپاره ګډ کوشش وکړي.