<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-28 19:06:45    
موسيقې د چين د شينجيانګ او قزاقستان ترمنځ د دوستۍ يو پل دی

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدنکو، السلام عليکم ! چين او قزاقستان دوه دوست ګاونډي هېوادونه دی٠ له څو کلونو راهيسی د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ کلتوری تګ راتګ په پر له پسی توګه روان دی، لږه موده دمخه د قزاقستان جمهوريت ددولتی موسيقی پوهنځی د قومی موسيقی ډلې ښوونکي او زده کوونکي د چين شينجينګ ته راغلي او د شينجيانګ د بېلابېلو پوهنتونونو او پوهنځيو ښوونکو او محصلينو ته يې په زړه پوری نندارې وړاندی کړې٠ د چين شينجيانګ ته د کتنې په نننی پروګرام کې به د قزاقستان د دغې قومی موسيقی ډلې په هکله څه معلومات وړاندی کړو٠

درنو دوستانو، دغه خوږ موزيک چې تاسی واوريد، ٌ له خوښۍ څخه ډک هېواد ٌ نوميږی ، د قزاقستان جمهوريت د دولتی موسيقی پوهنځی د قومی موسيقی ډلې لخوا د خپلو ملی موسيقی الاتو، ويلنونو او وايلون چلوګانو په وسيلې غږول شوی دی٠

قزاقستان د يو زياتو قومونو لرونکی يو هېواد دی او د بېلابېلو قومونو مختلف کلتورونه پکې په همغږی توګه راټول شوي دي٠ دغه هېواد د بېلابېلو قومونو دوديز کلتور ته په ډيره درنه سترګه کوری او پر خپلو دوديزو موسيقو باندی وياړي٠ د دغه هېواد د دولتی موسيقی پوهنځی پروفيسرکارسين جا احمد ياروف په شينجيانګ کی د نوموړی نندارې د يادونې په وخت کی په خوښۍ سره وويل :

ٌ ما په بيجينګ کی د چين د ملی موسيقی ډلې ننداره هم وليدله او د چين له دغو قومی موزيکونو سره ډيره مينه لرم٠ هر قوم د خپلو قومی موزيکونو

د پرمختګ لپاره خدمتونه ترسره کړي دي٠ ٌ د منځنی أسيا جلګه ٌ په نامه يو موزيک چې زمونږ د قومی موسيقې ډلې لخوا غږول شوی، د نړۍ په هر ځای کې اوريدل کيږی، ډير وياړو چې دغه موسيقي مو چين ته هم راوړې ده٠ مونږ د شينجيانګ په پوهنتونونو کی د قزاقستان د ملی موزيکونو په هکله يو لړ لکچرونه ورکړل٠ زما په أند د ختيځې خوا موزيکونه زيات ګډ ټکي لري، مونږ به د چين او د شينجيانګ سيمې د موزيکونو د څيړلو له لاری د هغوی تاريخ وپيژنو٠ ٌ

د قزاقستان د دولتی موسيقی پوهنځی د قومی موسيقيو څانګې مشره ميرمن کاليما سحر بايوا د دغه پوهنځي د پرمختګ د يادولو په بهير کی وويل :

زمونږ پوهنځی ٤٦ کلن تاريخ لری ، له څو کلونو راهيسی قومی موسيقو چټک پرمختګ کړی او د پوهنځی د موسيقي ډلې غړي هم د قومی موسيقو غږولو په برخه کی لوی لاس لری٠ زمونږ په پوهنځی کی يو شمير چينی زده کوونکي هم شته چې دوی د قزاقی ژبې او موسيقيو په زده کړه کې ډير ښه برياليتوبونه ترلاسه کړي دي٠ په تيره بيا زده کوونکی تسکين يار محمد د دوی يوه ښه بيلګه ده٠ موزيک د يو ډول داسی هنر په توګه چې د هر قوم وګړي پرې پوهيږی ، زمونږ په پوهنځی کی د بېلا بېلو قومونو زده کوونکي سره يو ځای کړي دي٠ ٌ

د چين د شينجيانګ قزاقی ځوان تسکين يار محمد اوس د قزاقستان د دولتی موسيقی پوهنځي د درېيم ټولګي زده کوونکی او هلته د موزيکونو د ليکنې پر زده کړو بوخت دی ٠ هغه وويل :

 په ٢٠٠٤ کال کې زه د موزيکونو ليکنې د زده کړې لپاره د قزاقستان په دولتی موسيقی پوهنځی کې شامل شوم ٠ ما د قزاقستان د ښوونکيو په لارښوونه د خپل قوم د موسيقو په هکله لا زياتې پوهنې ترلاسه کړې او په خپل پلرنی ټاټوبی کی مې په دغه ننداره کی د ګډون لپاره د هنری لارې په نامه يو ځانګړی موزيک ليکلی دی٠ د قزاقستان په بېلا بېلو ځايونو کی د دغه موزيک غږولو ډير ښه غبرګون ترلاسه کړ٠ نندارچيان هيله لری چې زه په سالمه توګه پر هنری لار په سالمه توګه روان اوسم٠ ٌ

د نوموړی پوهنځي څه دپاسه شپيتو تنو ښوونکيو او زده کوونکيو په ياد شوې ننداره کی ګډون وکړ٠ تنبوره غږونکې نجلۍ صابره بيباتوروا په خوښۍ سره وويل : دا چې د شينجيانګ نندارچيان زمونږ له نندارې سره دومره مينه لری، زما له وړاندوينې څخه وتلې خبره ده ٠ هغې وويل:

  مونږ له قزاقستان څخه د حرکت په وخت کی دا انديښنه درلودله چې أيا د شينجيانګ نندارچيان به زمونږ موسيقې ومنلای شی که نه ؟ خو شينجيانګ ته له را رسيدو وروسته مو وليدل چې ميلمه پالونکي چينائيان د خپلوانو په شان په فعاله توګه زمونږ ننداره ګوری او مونږ ته په تودو احساساتو سره چکچکې کوی ٠ زه په دې مناسبت ډيره خوشحاله يم ٠ ٌ

په شينجيانګ کې د قزاقستان د دولتی موسيقي پوهنځی د موسيقي ډلې ننداره تيره شوه ، خو لا تر اوسه هم د شينجيانګ د بېلا بيلو قومونو خلکو په زړونو کی ژور خاطرات پاتی دي٠

ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو د قزاقستان د دولتی موسيقی پوهنځې د قومی موسيقي ډلې په هکله يو راپور واوريد چې عنوان يې و موسيقې د چين د شينجيانګ او قزاقستان ترمنځ د دوستۍ يو پل دی٠ ستاسی له اوريدنې څخه مننه کوو٠ روغتيا مو په هيله ! سوکالی اوسئ !