د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامی کميټې او د بېجينګ د کلتوری ادارې په ګډون اړوندو څانګو د جنوری په دوه ويشتمه نېټه په بېجينګ کې د اولمپيک کلتوری ډګر د جوړولو په اړه د تفاهم يادښت لاسليک کړ. د دغه يادښت سره سم د بېجينګ د دي تان په نامه د پارک او د شي دان د کلتوری ډګر په ګډون د اولمپيک شپږويشت کلتوری ډګرونه ټاکل شوی دی. دغه ډګرونه به د روان کال د جون له درويشتمې نېټې څخه د معيوبينو د اولمپيک لوبو تر پای ته رسيدو وروسته په وړيا توګه د وګړيو پرمخ پرانيستي وي .
د بېجينګ د اولمپيک لوبو په موده کې به په دغو شپږويشتو ډګرونو کې لويې پردې جوړ شي چې وګړي د دغو پردو له لارې سيالی وکتلی شي. دغه راز په بېلا بېلو ډګرونو کې به د اولمپيک لوبو د دود سره سم د بهرنيو او چينی هنرمندانو نندارې او نندارتونونه تر سره شي. په هغه وخت کې به په دغو ډګرونو کې له اولمپيک لوبو سره مرسته ورکوونکيو تصديو د نندارې سيمې او د ځانګړيو توليداتو او د يادونی شيانو د پلورلو سيمې هم جوړې شي. بر سېره پردې، اړوندی خواوی به په دغو ډګرونو کې وګړيو ته خوراکونه، د امنيت ساتنې او بيړنی درملنې په ګډون خدمتونه برابر کړي.
دغه ډګرونه په ٢٠٠٠ کال کې په سيدني کې له اولمپيک لوبو راهيسي، د اولمپيک لوبو د کلتوري فعاليتونو يوه مهمه برخه ګڼل کېږي.
د سن هوا اژانس د خبر له مخې: د بېجينګ د اولمپيک لوبو د پوهنې د مالکيت حق د ساتنې په اړه به يو لړ نوی تدبيرونه ونيول شي.
د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامی کميټې د قانوني چارو څانګې وياند د جنوری په دوه ويشتمه نېټه څرګنده کړه: د چين د چاپ حق ادارې په ګډون يو شمير ارګانونه به د اولمپيک لوبو د پوهنې د مالکيت حق د ساتنې په اړه د وګړيو د شعور د لوړولو لپاره يو لړ تدبيرونه ونيسي چې د اولمپيک لوبو اقتصاد په سالم ډول پرمختګ ومومي او د بېجينګ د اولمپيک لوبو برياليتوب ته د پوهنی د مالکيت حق په اړه ښه زمينه برابره کړي.
د معلوماتو له مخې: اړوندی خواوی به له دغو تدبيرونو سره سم، د اولمپيک لوبو د لوبغاليو په شا و خوا سيمو کې د چاپ حق د ساتنې او پلټنې کارونه پياوړی کړي. دغه راز دوی به په انټرنيټ کې د اولمپيک لوبو د چاپ حق پرضد د غير قانوني عملونو پلټنه وکړي.
د چين د سن هوا اژانس د خبر له مخې: د اولمپيک لوبو نړيوالې کميټې د جنوری په درويشتمه نېټه په ٢٠١٢ کال کې د ځوانانو د لومړی دوری ژمنی اولمپيک لوبو د غوښتنې بهير خپور کړ.
د غوښتنکيو ښارونو د اولمپيک کميټې بايد د دغه بهير سره سم، د ٢٠٠٨ کال د مارچ له شپږمې نېټې مخکې په نړيوالې کميټې کې خپل نوم ثبت کړي او د جون له نولسمې نېټې مخکې يی بايد د غوښتنې راپور وړاندی کړي. نړيواله کمېټه به په اګيست کې د نوم اندانو ليست خپور کړي او کتنه به پرې وکړي. تر هغه وروسته به نړيواله کمېټه به په اکتوبر کې د دغو ښارونو په اړه د څيړنې راپورونه وړاندی کړي. د دغو لوبو کوربه ښار به د ٢٠٠٨ کال په دسمبر کې وټاکل شي.