<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-29 18:37:44    
له بی وزليو زده کوونکو نجونو سره د مرستې په اړه د هونګ فنګ په نامه پلان

cri

ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! زه غوټۍ يم او د ښځې او ټولنې نننۍ کړۍ ته مو هر کلی کوم. په چين کې د ډيرو وګړيو خيال دا دی چې لوړې زده کړې تر سره کړي. خو په پوهنتون کې د زده کړو لوړ لګښت د بی وزليو زده کوونکو پر مخ پرته يوه لويه ستونزه ګڼل کېږي. د چين حکومت له دغو بی وزلو زده کوونکو سره د مرستې لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي دي، د بېلګې په توګه حکومت د بی وزله زده کوونکيو د زده کړو يوه برخه لګښت معاف کړی او ورته د زده کړو مرستندويه پور برابروي. د چين يو شمير ښارونه د ځايې حالاتو سره سم په پوهنتونونو کې له بی وزلو زده کوونکو سره مرسته کوي. د چين په لويديځ شيان شي ولايت کې له بی وزلو زده کوونکو نجونو سره د مرستې په اړه د هونګ فنګ په نامه يو پلان طرح شوی دی . نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو د دغه پلان د دفتر له مشرې بان لي سره د مرکې ځينی برخې وړاندی کړو.

د ياد شوی پلان له لارې په ١٩٩٦ کال کې د شيان شي ولايت د ښځو ټولنې لخوا د هونګ فنګ په نامه د هغې پارچې د ليلامولو له لارې د يو څه پيسو په راغونډولو، پيل شو چې د ښځو د څلورمې نړيوالې غونډې د پرانيستلو له امله ګلدوزي شوی دی. مېرمن بان لي د دغه پلان د يادونې په وخت کې وويل: د دغه پلان د پلی کولو موخه له بی وزلو زده کوونکو نجونو سره مرسته کول دي . موږ بايد د ښوونې له لارې بی وزلۍ له منځه يوسو.

د شيان شي ولايت اقتصاد ډير پرمختللی نه دی. په ١٩٩٦ کال کې د دغه پلان د پلي کولو په پيل کې په دغه ولايت کې دوه په درېيمه برخه ولسوالۍ بی وزله وې. په کليوالو سيمو کې د بې وزلو زده کوونکيو د زده کړو لګښت ددوي د پلرونو او ميندو په غاړه دروند بار دی.مېرمن بان لي وويل: د شان شی ولايت په ډېرو ځايونو کې دا حالت ليدل کيږې چې په يو کور کې يوه نجلۍ او يو هلک يو ځاي د پوهتنونونو لخوا ومنل شی، دغه کورنی يوازی د يو تن د زده کړو لګښت د په غاړه اخيستلو توان لری ، نو عموماُ نجلۍ د زده کړو فرصت له لاسه ورکوی چې له امله د شان شي ولايت د ښځو ټولنې د ښځو د استازي او د ښځو د حقه حقونو د ساتلو سازمان په توګه له بی وزلو زده کوونکو نجونو سره د مرستې په هکله دغه پلان جوړ کړې دی.

د دغه پلان له پلی کولو راهيسي، څه باندی دوه زره تنه زده کوونکې نجونې د دغه پلان له نعمت څخه برخمنې شوې دي چې د مرستو ارزښت يې اته مليون او شپږ لکه يوانو ته رسېدلی دی. يو شمير نړيوالو ارګانونو، د ښوونې صندوق او عامو وګړيو د دغه پلان د ملاتړ لپاره بسپنه ورکړی ده. مېرمن بان لي وويل: 

عام وګړي د خپلو لاسونو او مينې له لارې د دغه پلان ملاتړکوي. نو وګړی په دا ډول پلان باندی ډير باور او اعتبار لري.

مېرمن بان لي زياته کړه چې د لاس نه ورکولو، بلکې د بېلا بېلو ډلو په جوړولو سره د جنسی او روحياتي توپيرونو او سپکاوي د له منځه وړلو په ساحو کې د دغو زده کوونکو روزنه ترسره کېږي. اوس د دغه پلان له ګټه اخيستونکو دوو زرو زده کوونکو نجونو څخه اته سوه تنه له پوهنتونونو څخه فارغ او استخدام شوي دي. د

دغه پلان د اړوند نظام سره سم، هغه زده کوونکي چې له پوهنتون څخه فارغ شوي بايد د پنځو کلونو لپاره د خپل توان په اندازه له يوې بی وزلۍ زده کوونکې نجلۍ سره مرسته وکړي. اوس زيات شمير تازه فارغ شويو زده کوونکو نجونو له نورو بی وزلو نجونو سره په مرستې پيل کړی دی.

دغه پلان له دوولسو کلونو پلي کېدو راهيسي، د چين د لويديځی سيمې د ابادی او سمسورتيا او د ښځو چارو د پرمختګ لپاره ښه خدمت کړی دی. کې دغه پلان په چين کې په ٢٠٠٦ کال د ټولګټو چارو په اړه د لومړی نمونوی پلان په توګه ټاکل شوی دی. مېرمن بان لي د دغه پلان د پرمختګ د يادونې په وخت کې وويل: 

موږ به په راتلونکې وخت کې د دغه پلان په اړه يو لړ نوی نظامونه جوړ کړو. له يو شمير پلټنو او څيړنو وروسته به د پيسو راغونډولو نظام، د زده کوونکو د توان د روزنې او د مسلکي خدمت د نظام د بشپړېدو لپاره هڅې وکړو چې ټولنې ته لا ښه خدمتونه ترسره کړو.