<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-29 21:21:51    
په ٢٠٠٨ کال کې به د چين په کليوالو سيمو کې د همکارۍ نوی ډول طبی نظام په هر اړخيزه توګه پراخ شی

cri

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د روغتيا وزير چن جو د جنوری په ٧ نېټه وويل په ٢٠٠٨ کال کې به د چين په کليوالو سيمو کې د همکارۍ نوی ډول طبی نظام په هر اړخيزه توګه پراخ شی دغه ګام په پور ته کولو سره د طبی درملنې په برخه کې له اړوندو مقرراتو سره سم د بزګرانو د ځينو لګښتونو اجرا کول څرګنديږي.

نوموړی په ٢٠٠٨ کال کې د روغتيا په يوه غونډه کې دی ته اشاره وکړه چې دغه نظام له ازمويښتی پړاو څخه د هر اړخيزې پلی کونې پړاو ته رسيدلی چې تر اوسه پوری په شلو ولايتونو کې پلی شوی دی.د ٢٠٠٧ کال د دسمبر تر پايه پوری د هغو ولسواليو شمېر چې دغه نظام پکې پلی شوی ٢٤٤٨ ته رسيدلی چې د هېواد د عمومی شمېر په سلو کې ٨٥ اعشاريه پنځه برخه يې نيولې او د ګډون کوونکيو بزګرانو شمېر يې ٧٣٠ مليون تنو ته رسيدلی دی.

د دغه نظام د پلی کولو له څلورو کلونو راهيسی دغه نظام لا معياری شوی او د هغو وګړيو شمېر چې تر لاسه کړې دي په پر له پسی توګه زيات شوی او اړونده مرستندويه بڼه يې هم بشپړه شوې ده.نوموړی وويل دغه نظام به په هر اړخيزه توګه د چين په کليوالو سيمو کې پلی شی.

ښاغلی چن جو دی ته اشاره وکړه چې د دغه نظام د أبادۍ په ترڅ کې بايد لومړی د ګډون لپاره بزګرانو ته لارښوونه ور کړی شی چې په کليوالو سيمو کې په هر اړخيزه توګه د دغه نظام د پلی کولو لپاره زمينه برابره شی او لازيات بزګران ترې برخمن شی.

په همدی وخت کې بايدد دغه نظام په اړه مرستندويه تګلاره پلی شی. د چين مرکزی او سيمه ايزو حکومتونو له خوا ور کړی شوی مرستندويه پيسې د هر تن پر سر له ٤٠ يوانو څخه تر ٨٠ يوانو رسيدلی دي.د روغتيا اړوندی څانګې بايد د مسلکی چارو له اړوندو څانګو سره د بی وزليو کسانو د ستونزو د له منځه وړلو لپاره همکاری وکړي .

نوموړی وويل د راغونډو شويو پيسو د زياتوالی په وړاندی بايد د بحران اړونده لايحه تنظيم شی چې د بزګرانو لپاره لازيات ضمانت برابر شی چې لازيات برګران ترې زياتې ګټې تر لاسه کړي.

سربېره پردی ښاغلی چن جو په ټينګار سره وويل بايد په کليوالو سيمو کې د همکارۍ د نوي ډول طبی نظام په اړه د اړوندو څانګو اداري توان او د اړوندو معلوماتی شبکو أبادی پياوړی شی چې د بزګرانو لپاره خدمتونه وکړي،د صندوق څارنه معياری شی چې د پيسو د کارونې اغيزمنتيا لوړه شی، د طبی خدمتونو او درملونو د کارولو څارنه پياوړی او مناسبه تکنالوژي او بنسټيز درملونه خپاره شی او په جدی توګه د طبی لګښتونو د زياتوالی مخنيوی وشی چې د بزګرانو لپاره لا امنيتی، اغيزمن او د ټيټې بيې طبی خدمتونه برابر شی.