<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-30 19:34:06    
چينايان له بايسکل سره ډېره مينه لری

cri

ټولو ته معلومه ده چې په چين کې د بايسکل چلونکو شمېر په نړۍ کې تر ټولو زيات دی، ځکه چې له اوږدې مودی راهيسی يی د چينايانو عمده ترانسپورتی وسيله وه٠ خو د وګړيو د ژوندانه د سويی کچی د لوړيدو او د ښاری پراخوالی د زياتوالی له امله د بايسکلونو په ځای ښاريان ګړندی مټرونه کاروی چې په پايله کې د شخصی موټرونو زياتوالی د ښاری ترانسپورت د ګڼې ګوڼې او د چاپيريال د ککړتيا لامل شوی دی٠ خو اوس يو نوی دود رامنځته شوی چې د چين په ښارونو کې وګړی د موټر په ځای بايسکلونه چلوی ځکه چې دا د چاپيريال ساتنی لپاره ګټور دی٠

د تيری پيړۍ په ٧ او ٨ لسيزه کې وګړي د بايسکلونو په چلولو سره خپلو کاري ځايونو ته تلل او د بهرنيانو په اند هغه مهال کې چينايان ډېر هوښيار وو چې په دې سره يې نه يوازی د وجود روزنی تر سره کولې ، بلکی چاپيريال يې هم ساتل و٠

چين په واقعی توګه د بايسکلونو هېواد دی ، د تازه شمېرنی سره سم اوس په نړۍ کې د بايسکلونو توليدي اندازه څه نا څه ١٣٠ مليونه ده او پکې د چين د بايسکلونو توليدي اندازه په سلو کې ٦٠ برخه نيسی او په هېواد کې دننه د اخيستونکو اندازه هم په نړۍ کې لومړی مقام ساتلی دی٠

مېرمن هو مين د تېری پيړۍ په اومه لسيزه کې زيږيدلی ده او له بايسکل سره ژور احساسات لری٠

زه د ماشومتوب له مودې راهيسی بايسکل ځغلوم زما په أند هغه مهال د يوې پيغام وړونکی په توګه وم ، ځکه چې هره ورځ مې بايسکل ځغلاو٠

هو مين ورپسی د بېجينګ په يو پوهنتون کې شامله شوه او بايسکل ددې ترانسپورتي وسيله وه٠ کله چې هومين په ١٩٩٧ کال کې له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته په کار وګمارل شوه لاهم په بايسکل دفتر ته ځی٠

د تېری پيړۍ د ٨ او ٩ لسيزی په لومړی نيمايی کې بايسکل د زيات شمېر چينايانو ترانسپورتی وسيله وه٠ د اقتصادي پرمختګ له امله د وګړيو د ژوندانه سويه په پر له پسی توګه لوړه شوې ده چې ځينو وګړيو شخصی موټرونه اخيستی دی٠ د خوشحالۍ وړ خبره دا ده چې په ٢٠٠٠ کال کې د کار د غوښتنی له امله د هو مين شرکت دې ته يو موټر برابر کړ ٠

 په هغه وخت کې د موټر درلودل د ځان د تفوق وو لوړتيا نښه وه او که چا موټر چلاوه ، ټولو به ورته په رخه سره کتل.

په چين کې د موټرونو شمېر ورځ په ورځ زياتيږی، تر اوسه په بېجينګ کې د شخصی مټرونو شمېر ٣ مليونه سل زره عرادو ته رسيدلی چې٢ کاله دمخه دغه اندازه يوازی ٢ مليونه پنځه سوه زره و٠ که څه هم د بېجينګ حکومت په دی وروستيو کلونو کې د ترانسپورټي تاسيساتو د أبادۍ لپاره لازياتی پانګې لکوي ، خو د موټرونو د زياتوالی له امله يی لانورو زياتو کارونو ته اړتيا لري٠

په ٢٠٠٤ کال کې د هو مين کار بدل شو ، نو يو موټر يی واخيست ، خو هو مين په بېجينګ کې د ترافيکی ګڼې ګوڼې له امله د موټر په ځای بياهم د بايسکل په وسيلې دفتر ته ځی٠

 زما کور څخه تر دفتر پوری يوازی ٧ کيلو متره واټن شته ، خو د ترافيکی ګڼې ګوڼې له امله هره ورځ په لار کې يو ساعت راباندې تېريږي٠

د چين د بايسکل د ټولنې سکريترې ګوو های يان وويل موږ وړانديز کوو چې خلک په لنډ مزل کې تر وسه پوری له بايسکل څخه استفاده وکړي چې له دی امله نه يوازی انرژۍ سپمول کيږی، بلکی د هوا ککړتيا هم کميږی٠

د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د اولمپيک سپورتی لوبی ورځ په ورځی رانژدی کېږي او د بېجينګ اوسيدونکي په ښار کې د هوا د لا نورې پاک ساتلو لپاره په جلا جلا توګه د موټر په ځای بايسکلونه ځغلوی٠