<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-30 19:44:09    
د بی وزليو وګړيو د خدمت لپاره ګرځنده ډاکتران

cri

په بېجينګ کې هغه پوليس چې د هستوګنې په سيمه کې خدمت کوی ، ګرځنده پوليس ياديږي ، نن ورځ د بېجينګ په فون تای سيمه کې ګرځنده ډاکتران لېدل کيږي.

سپين سر جا هون چين چې پنځه شپيته کلنه ده ، د فون تای د شياو ګو جوانګ نومی د هستوګنې په سيمه کې اوسېږي ، يوازې له سپين ږيري ميړه سره ژوند کوی. څرنګه چې بوډۍ جا د وينوفشار او قند په ناروغيو اخته ده ، نوکله کله سرګرځي چې د ناروغۍ په وخت کې بی چاره پاتې ده .

دې وويل ډيره خپه يم او د ژوند هيله مې نده لېدلې ، بړستن بايد تر لمر لاندی وی ، ناروغان هم ډاکترانو ته اړتيا لري. خو ډير نژدی روغتون د لو ګو چياو روغتون زموږ د هستوګنې سيمې څخه د بايسکل په وسيله څلويښت دقيقې ليری پروت دی.که په ټکسي روغتون ته ځو ، لګښت يې هم ګران دی.

په تيرو دوو کلونو کې بېجينګ ډيره پرمختيا موندلې ده او ښاري سيمې يې پراخې شويدي. د شياو ګو جوانګ غوندی د هستوګنې نويو سيمو ته عمومي بس نه رسيږي . د شياوګو جوانګ په سيمه کې يو زر او پنځه سوه تنه اوسيدونکي شته چې زياتې هغه کورنۍ ليدل کيږي چي يوازي زاړه کسان پکی اوسيږي او ددوی اولادونه ور سره نه دي.د فون تای روغتيايی ادارې د وګړيو لپاره د خدمت کولو نوې بڼه موندلې او پلی يې کړېده . بوډۍ جا وويل اوس ډير خوشاله يم چې طبی ډله هميشه زموږ سيمې ته راځي .خبريال د راپورتاژ په وخت

کې په هغه لکچر کې ګډون وکړ چې د ځايی ډاکتر لي ړيوفونګ لخوا ترسره شوی او نيم کال ته يې دوام درلود.

په وينو کې د قند انډول څرنګه قضاوت کوی ؟

که دغه انډول له اوه اعشاريه شپږ څخه لوړ وی ، نو هغه د قند په ناروغۍ اخته شوی وی .

د ډاکتر لي په مشرۍ ډله د سيمه ايز روغتون له دوولس طبي ډلو څخه يوه ډله ده او په هره ډله کې د ډاکترانو او نرسانو شمير بېل دي . په لويه ډله کې له لسو تنوڅخه زيات دی ، په کوچني ډله کې څلور پنځه تنه دي. خو په هره ډله کې هغه ډاکتر حتمأ شامل دي چې د ډول ډول ناروغيود درملنې متخصص دی . هره ډله په اوونۍ کې يو يا دوه ځله د هستوګنې سيمو ته ځي . د هستوګنې سيمې مشرې يو ګوي هوا وويل دوی تقريبأ هره اوونۍ زموږ په سيمه کې د نيمې ورځې لپاره د ناروغانو وړيا تشخيص کوي . دغه راز زموږ سيمې ته د راتګ مخکې موږ ته تيلفون کوی چې کوم درملونه په کار دي څو چې دوی د راتګ په وخت کې يووړي. ځينی فلج شوی زاړه کسان روغتون ته نشی تلی ، ګرځنده ډاکتر ددوی کورونو ته ځي .

د لو ګو چياو روغتون مشرې څاو ګوي چين وويل زموږ د زيارونو له لارې د

وګړيو روغتيايی وضع او روحياتي بڼه په څرګند ډول ښه شوه . وګړي زموږ له خدمتوڅخه ډيره مننه کوی او زموږ ارزښت هم ددوی د خدمت له لارې ترسيمېږي.

اوس په فون تای سيمه کې اتيا طبي ډلې جوړې شوي چې شپږ سوه او شپيته تنه ګرځنده ډاکتران پکې شامل دی او د پنځه لکه تنو اوسېدونکو لپاره په خدمت بوخت دي.د فون تای د روغتيايی ادارې مرستيال لي جيانګ بين خبريال ته وويل بی وزلي وګړي مثلا معيوبين ، ټيټ عايد اخيستونکي او هغه کسان چې د حرکت ستونزه لری ، زموږ د خدمت عمده هدفونه دي ځکه چې دوی طبي خدمت ته ډيره اړتيا لری . زموږ د حکومت تګلاره دا ده چې هر تن د طبي خدمت له نعمت څخه برخمن دی او دا د طبي تګلارې عدالت هم دی.