<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-30 20:09:26    
په بېجينګ کې د شينګ ګوانګ په نامه د ماشومانو او ځوانانو د ځان ساتلو لومړی ښوونځی پرانستل شو

cri

د ژمني رخصتۍ په رارسېدو سره د شينګ ګوانګ په نامه د ماشومانو او ځوانانو د ځان ساتلو لومړی ښوونځی څو ورځې مخکې د بېجينګ په لويديځه ښاری سيمه کې پرانيستل شو. د ماشومانو او ځونانو د ځان ساتلو دغه ډول يو شمېر ښوونځي به د ٢٠٠٩ کال په ژمني رخصتۍ کې د بېجينګ ښار په اتلسو سيمو او ولسواليو کې پرانيستل شي.

د روان کال په ژمنۍ رخصتۍ کې به د بېجينګ ښار د لويانو د ساتلو کمېټې د کمونستی ځوانانو ډلې د ښاری کمېټې، د زده کړې ښاری کمېټې، د روغتيا ښاری ادارې او د عام امنيت له ښاری ادارې سره يو ځای د ختيځو او لويديځو ښاری سيمو، شيوان وو او من تو ګو د څلورو سيمو په دوو لارو کې د شينګ ګوانګ په نامه د ځان ساتلو نوي ښوونځي جوړ شي. د دغو نويو ښوونځيو ښوونکي به د شينګ ګوانګ په نامه د ځوانانو ساتلو په فعاليت کې د کارپوهانو ترمنځ غوره شي. نوي ښوونځي به په څرګنده توګه د ماشومانو او ځوانانو د ځان ساتلو د زده کړې زيات داوطلبان راغونډ کړي چې ټولو ته په تېره بيا هغو ځوانانو او ماشومانو ته خدمتونه تر سره کړي چې ميندی او پلرونه يې جلا شوي دي.

د روان کال په ژمني رخصتۍ کې د شينګ ګوان په نامه دغه ښوونځي کې درې ورځنی درس ورکول کېږي. په لومړۍ ورځ به زده کوونکي به د ځان ساتلو په اړه پوهې او تکنولوژۍ زده کړه وکړي. زده کوونکي به په دوهمه ورځ د نشه يی توکيو نه استعمال او د ساري نارغيو د وقايې او کنترول په اړه معلومات تر لاسه کړي او په درېيمه ورځ به ماشومان او ځوانان د روانی تمرين په يو کمپ کې ګډون وکړي. داوطلبان او ښوونکي به زده کوونکو ته د ماشومانو او ځوانانو د ودې په ترڅ کې د روانی ځانګړتياوو په اړه معلومات ورکړي.

په بېجينګ ښار کې د کمونستو ځوانانو ډلې کمېټې يو اړوند چارواکي خبريالانو ته وويل د روان کال په ژمنۍ رخصتۍ کې د شينګ ګوان په نامه د ځان ساتلو په لومړي ښوونځي کې له يوې ازموينې وروسته به په دوبنۍ رخصتۍ کې د بېجينګ په زياتره سيمو او ولسواليو کې او د راتلونکي کال په ژمنۍ رخصتۍ کې به د بېجينګ په ټول ښار کې دغه ډول ښوونځي پرانيستل شي.