د سين هوااژانس د خبر له مخې: د کاناډا د صدراعظم ستيفين هارپير وياندې ساندرا بوکلير د جنورۍ په دېرشمه نېټه وويل ښاغلي هارپير په همدې ورځ د امريکا له ولسمشر جورج بوش سره د ټليفونی خبرو په وخت کې وويل که ناتو افغانستان ته نور سرتيري ونه ليږي، نو دغه هيواد به راتلونکی کال خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.
نوموړې وويل ښاغلي هاپير پر دې ټينګار وکړ چې د ناتو غړي هېوادونه بايد افغانستان ته نور ځواکونه وروليږي او د کاناډا ځواکونو ته پوځی تجهيزات برابر کړي، پرته له هغه به کاناډا د خپلو ځواکونو د ميشته کيدو موده اوږده نه کړي.