<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-31 18:57:21    
د شمال ختيځ چين د ببر په اړه څه معلومات

cri

ببر يوازی په اسيا کې پيدا کېږي او اته ډوله لری چې په دی جمله کې د شمال ختيځ چين ببر د نورو نه غټ دی٠ دغه ډول ببر عمومأ له يو سلو اتيا څخه تر دوو سوو کيلو ګرامو پوری وزن لری او ځينی يې حتی درو سوو پنځوسو کيلو ګرامو ته رسيږی٠ د بدن اوږدوالی يې عمومأ د دوو مترو په شاوخوا کې دی او لکۍ يې نژدی يو متر اوږدوالی لری٠ نور ډول ببران لکه د بندلګله ديرش ببر بدن د شمال ختيځ چين له ببر څخه لنډ دی٠ د شمال ختيځ چين ببر د يو زرو مترو په جګوالی غرنی سيمه کې ژوند کوی او په ورځ خوب او نيمه شپه استراحت کوی او د لمر د پريوتو څخه وروسته تر لمر ختلو پوری ښکار کوی٠

د شمال ختيځ چين ببر صحرايی خوک ، کوچنی ګوزن او نور وړوکی حيوانات ښکار کوی او عمومأ په انسان باندی حمله نه کوی ٠ يوازی د ډېر لوږی په وخت او د مجبوريت په حالت کې په انسان باندی حمله کوی ٠ دغه ډول ببر ډېر قدرتمند او باهيبت ببران چې مودار پوست يې ډېر ښکلی دی ، نو اوس دغه ډول ببر د چين د حکومت له خوا د لومړی کچه ساتونکی حيوان په توګه بلل کېږي او په ځينو ځايونو کې د دغه ببر د مصنوعی تکثير مرکزونه تاسيس شويدي٠

افريقايی فيله چې د نير سيند په دواړو غاړو کې ژوند کوی، د خپلو اولادونو د تکثير د تامين لپاره د خواړو د کموالی او زياتوالی سره سم پريکړه کوی چې زيات يا کم بچی زيروی٠ د دغه سيند په يوه غاړه کې د خوړ لوړ نباتات ډېر دی ، نو په دغه غاړه کې فيله په څلورو کالو کې يو بچی زيږوی، خو د سيند په بله غاړه کې چې د جغرافايايی او محيطی علتونو له امله نباتات کم دی، فيله په نهو کالو کې يوازی يو بچی زيږوی٠ دومره لوی حيوان فيله د خپلو بچيو د زيږولو په کنترول پوهيږی، حتی ډېر کوچنی ميږی هم د خپلو وريانو د زيږونی د کنترول طاقت لری٠ لنډه دا چې له ازموينو څخه ښکاری چې موږکه، بومه ، غوماشه او نور حيوانات لکه ليوه او بيزو د خپلو بچيو د زيږولو د کنترول توان لری چې دغه غريزه د خپلو نژادونو د تکثير او تدريجی تکامل د ساتلو لپاره ډېره ګټوره ده٠