<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-01 20:13:22    
د افغانستان د صاداراتو د پرمختيا د ادارې مشر په چين کې

cri

د بهرنيان په چين کې پروګرام درنو اورېدونيکو د نننۍ کړۍ اورېدوته مو په سلامونو هرکلی کوم،خدای وکړي چې د ژمې دا سړې ورځې شپې په خوښۍ او نيکمرغۍ سره تېرې کړئ، د خپلو راډيو ګانو تر څنګ ناست او د چين د نړیوالې راډيو خپرونې راسره واورئ،درنو دوستانو په تېرو دوو پروګرامونو کې تاسو د هغو افغان سوداګرانو مرکې واورېدې چې دلته بيجينګ ته په يو سواګريز نندارتون کې د ګډون لپاره راغلي و،او دا مو هم واورېدل چې د هغوي سوداګريز توکي د نندارچيانو له ښه هر کلي سره مخ شول.پدې اونۍ کې به د افغانستان صادراتو د پرمختيا ادارې له مشر ښاغلي سليمان فاطمي سره مرکه تاسو ته وړاندې کړم ،هيله ده چې د خپرونې تر پايه راسره پاتې شئ.

قدرمنو اورېدونکيو مخکې هم په چين کې ګڼ شمېر سوداګريز نندارتونونه جوړ شوي،چې په ځينو کې افغان سوداګرو هم ګډون درلود،خو په اوسني نندارتون کې د افغان سوداګرو ډله او د هغوي د توکيو لپاره غرفې تر پخوانيو هغو زياتې وې او په دې ډله کې داسې سوداګر هم و چې چين ته يې لومړی ځل سفر او په نندارتون کې ګډون کول و،د ښاغلي سليمان فاطمي په أند دوی ډېره خوښ دي چې په دغه نندارتون کې يې ګډون کړی دی :

دا د ډېرې خوښۍ ځای دی چې د افغانستان سوداګرو د لمړي ځل لپاره په دغه نندارتون

کې ګډون کړی،موږ دلته د چين د حکومت په بلنه راغلي يو،او شاوخوا شل غرفې مو نيولي دي،او خپلې وچې او لمدې ميوې،غالۍ او لاسي صنايع نندارې ته ايښې دي،او هيله لرو چې له دې لارې افغانستان چينايانو ته وروپيږنو،او خپل سوداګر له چينايي سوداګرو سره أشنا کړو،او له يو بل سره وپيږني،موږ له دې سره مينه او علاقه لرو چې د افغانستان صادرات ورځ تر بله زيات شي.

عزتمندو اوريدونکيو لکه څنګه مې چې په تېرو پروګرامونو کې هم درته ويلي و،په دغه نندارتون کې د نورو هېوادونو د سوداګريزو توکيو په پرتله له افغاني شيانو څخه ښه هرکلی وشو،او زيات کسان يې ورجلب کړل.

ښاغلی فاطمي وايي اوس مهال افغانان دا وړتيا لري چې په دا شان نندارتونونو کې ګډون وکړي او خپلو سوداګريزو موخو ته ورسيږي :

په دغه نندارتون کې زموږ د ګډون اساسي موخه چې افغانستان خلکو ته ورپيږنو،او دا ورته ووايو چې زموږ هېواد بېرته پخپلو پښو ودريږي، دا وړتيا او ظرفيت لري چې راشي دلته په نندارتون کې ګډون وکړي،او خپلې غرفې ډکې کړي،لکه څنګه چې تاسې ګورئ د نورو په پرتله د افغانستان د غرفو هم ښکلا زياته ده او هم زياته پاملرنه ورته کيږي،نو هيله لرو چې لدې لارې د افغانستان صادراتي توکي خلکو ته ور وپيږنو،او بهرني سوداګر راجذب کړو .

درنو دوستانو کله چې موږ د نوموړي نندارتون او په تېره بيا د افغانستان د غرفو په شاوخوا کې وګرځېدو نو و مو ليدل چې ډېر ښکلي توکي يې نندارې ته راوړي و،ښاغلي فاطمي هم وايي دوی تر ډېره هڅه کړې چې د لوړ کيفيت لرونکي توکي نندارې ته وړاندې کړي ځکه پدې سره د افغانستان او په هغه هېواد کې د توليد شويو توکيو نوم ټولو ته ښه څرګنديږي، دی زياتوي :

د چين حکومت د سوداګرۍ وزير په ګډون هغه خلک چې دلته راځي او د افغانستان غرفې ګوري ،ډېره مينه ورسره پيدا کوي،ځکه افغان سوداګرو خپل عالي او د لوړ کيفيت لرونکي توکي دلته نندارې ته ايښې دي،د بيلګې په توګه غالۍ او لمده ميوه چې له ډېر اوچت کيفيت څخه برخمن دي ،نو زياته پاملرنه ورته کيږي.

چين او افغانستان له پخوا څخه د يو بل ښه ګاونډيان پاتې شوي،په تېره بيا په وروستيو څو کلونو کې د دواړو خواو اړيکې لا ژورې او پراخې شوې دي،د افغانستان د صادراتو د پرمختيا ادارې مشر وايي د چينايانو هرکلي دوي ته هڅولي چې په راتلونکې کې هم چين ته راشي او په بيلابېلو فعاليتونو کې ګډون وکړي :

موږ هيله لرو چې وروسته تردې هر کال دلته په نندارتونونو کې ګډون وکړو،ځکه موږ د

چين د حکومت پاملرنه هم ډېره زياته وه .

په وروستيو کلونو کې د دواړو هېوادونو اړيکې لا نږدې شوي دي،چې دا زموږ له پاره د خوښۍ خبره ده .

د بهرنيان په چين کې پروګرام درنو او عزتمندو اوريدونکيو د ننني پروګرام وخت پای ته رسېدلی خو د ښاغلي فاطمي سره د مرکې ټولې برخې مو در وانه ورولې ،خو که ژوند نو په راتلونکې اونۍ کې به يې حتمي درواورم،نو تر هغه دمه خپله کوربه خوشحال تايب ته اجازه راکړئ،خوښ او سوکاله ژوند مو په برخه او پاک الله مو مل .