<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-01 20:58:09    
په ژوند د قبر ننداره ( ١ )

cri

د چين په سويلي الوتنه کې مو له اسلام أباد څخه د چين اورمچي ښار ته الوتنه وکړه. د الوتکې له هېندارې چې لاندې ګورې نو دنګ دنګ غرونه په واورو پټ ښکاري ورېښم لار د همدغو په واورو پټو غرونو تر منځ تېره شوې وه. د دغو دليو دليو واورو په ليدو د انسان د فکر نيلی پخوانۍ زمانې ته ورځغلي . هغو خلکو چې په دغه لار به يی سفر کاوه څومره کړاوونه به يی ګالل او سفر به يی څومره وخت اخيست! اوس هم سفر د ورېښمو لارې سفر دی، خو له هغو سفرونو سره يې توپير خامخا موجود دی.

په الوتکه کې کړکۍ ته څېرمه کس چې ږيره يی په نکريزو سره کړې وه. هر نيم ساعت وروسته به يې د مخکينۍ څوکۍ په تکيه کې ايښي کڅوړه راواخېسته او خپل نسوار به يې په کې توپ کړل د شيخ صاحب دغه کار راته بې نزاکتي ښکاره شوه. فکر راته پيدا شو چې څنګه به دا خلک په ټولنيزو نزاکتونو او ادابو پوه شي! څنګه کولی شو. خپل خلک په دې وپوهوو چې ټولنيز نزاکتونه مراعات او خپل کړي؟ که د بل هېواد يو څوک يې تر څنګ ناست وی دا به يې څومره هېښوونکې نابلده ګڼله او داسې فکر به يې کاوه چې ياره دا پښتانه لکه چې ټول همداسې دي. دوی به ملامت هم نه وي چې داسې فکر کوي، ځکه وايی به موټی د خروار نمونه ده.

په الوتکه کې د مېلمه پالې له خوا د مساپرو په پاسپورټونو چين ته د ننوتو له مهرلګولو څخه مخکې يې بايد مساپر په انګليسي يا چيني ژبه ډکې کړي څنګ ته ناستو دواړو کسانو خپلې پاڼې ما ته راکړې چې ورته ډکې يې کړم.

شور او زوږ جوړول او ناموزونه خندا هم اورېدل کېده . نه پوهېږم ولې په دغه الوتکه کې د ناستو کسانو کړه وړه دومره ډېر ناشنا وو. کومې سورلۍ لکه چې له شور و زوږ څخه شکايت وکړ، نو د الوتکې مېلمه پالې دوه درې ځله د ارام پاتې کېدو هيله وکړه.

زه له پيله په الوتکه کې وېرېږم ، نه پوهېږم ولې؟ کېدی شي ډېر خلک به ډارېږي او حال به نه وايی . خو دا ځل د China Southern Airline په الوتنه کې لږ څه ډاډه ښکارېدم. فکر مې کاوه چې ولې ډاډه ښکارم. همدا وخت مې پر مخکينۍ څوکۍ ولوستل:

China Southern Airline Honored to receive the five star diamond award presented by the American academy of hospitality and sciences, 2003-2005.

( د چين سوېلي الوتنه وياړي چې د ٢٠٠٣ او ٢٠٠٥ کلونو د پېنځو ستوريو الماسي اېوارډ يی د امريکا د ساينس او مېلمه پالنې له اکاډمۍ څخه خپل کړی دی. )

د چين سوېلي الوتنه ( چينا سوترن اېرلاين ) د سيمې د نورو هوايی شرکتونو په پرتله ډېرې ښې اسانتياوې لري، چې په همدې ډول يې الوتکې ښې او نوې دي. د دوی د الوتکو شمېر هم ډېر دی، هغسې نه لکه په افغانستان کې اريانا افغان الوتنه ، چې د ګوتو په شمېر الوتکې لري هغه هم کنډو کپرې، نه دا اسانتياوې لري او نه هم دومره نظم او رونق .

زما د ټولو الوتنو ټېکټ يعنې له کابله تر اسلام اباده، له اسلام اباده تر اورمچي ، له اورمچي تر بېجينګ او په همدې ډول کابل ته د بېرته راتک ټېکټ- په بېجينګ کې د چين نړيوالې راډيو له خوا اخيستل شوی او ما ته يی د DHL ( نړيوال چټک پوستي شرکت) له لاری کابل ته رالېږلی و.