<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-01 19:53:05    
په چين کې د کتابونو د چاپ حق په اړه معامله

cri

د کتابونو د سپارښتنې په هغه غونډه کې چې لږه موده مخکې په بېجينګ کې پای ته ورسېده، په دوه زره او اتم کال کې د چين د کتابونو د چاپ حق په اړه معامله د دغې غونډې د بحثونو يوه مهمه برخه وه چې د چين او نورو هېوادونو د چاپ ارګانونو ته يې يو ډګر برابر کړی دی. د دغه فعاليت جوړونکی يعنی د چين د چاپونې شرکت د نورو هېوادونو له اړوندو ارګانونو سره د همکارۍ يو لړ تړونونه لاسليک کړي دي.

د چين د چاپ حق دولتي ادارې د معلوماتو او تبليغاتي څانګې مشرې وانګ يو پينګ وويل د چين او نورو هېوادونو د چاپ حق د معاملې په اړه قانونی سيستم بشپړ شوی چې د دغې معاملې د پرمختګ لپاره يو ګټور ګام دی. دې وويل

د چين چاپ حق په اړه لومړی قانون په نولس سوه او نويم کال کې خپور شو او د نولس سوه او يونويم کال د جون په لومړۍ نېټه په رسمی توګه پلی شو. په نولس سوه او دوه نويم کال کې مو په يو اړوند نړيوال تړون کې ګډون وکړ . دغه تړون او ياد شوی قانون د چاپ حق د معاملې قانوني بنسټ جوړوي.

د چين د چاپ حق شرکت يوه ډېره لويه اېجنسی ده. دغه شرکت په وروستيو کلونو کې د چين او نورو هېوادونو د چاپ حق په معاملو کې خپل مهم رول لوبولی دی.دغه شرکت د دغې غونډې په ترڅ کې له جاپان سره د همکارۍ په اړه يو تړون لاسليک کړ. دواړه خواوې به په راتلونکی کې د کتابونو نندارتون، د کارکوونکيو

روزنې، د يو بل هېواد ته د سفر او د موضوعاتو د څېړنې په ګډون په بېلا بېلو ساحو کې همکاری پياوړې کړي.

مېرمن يو دان د جوانګفوسيوس په نامه د يو کتاب له لوستلو وروسته د خپلو نظرونو په راغونډولو سره يو کتاب وليکه او د چين د ديموکراسۍ او قانون د مطبعې له خوا چاپ شو. نوموړی مطبعې د جاپان د خوشالۍ او ساينس له مطبعې سره په جاپان کې د دغه کتاب د چاپ حق دورکولو يو تړون لاسليک کړ. د دغې مطبعې مشر ستومورا ايچی وويل

اوس مهال خلک د کارونو له امله ډېر ستړی دي او د زياتو کتابونو د لوستلو لپاره کافي وخت نه لري. مېرمن يو دان په ساده ژبه د چين د کلاسيکو اثارو د مطالعې لار ښودلی ده.

د چيني معلوماتو په هکله يو کتاب چې په يولسو ژبو ژباړل شوی، په دغه غونډه کې د ډېرو بهرنيو مطبعو پاملرنه راجلب کړي ده. د دغه کتاب ليکوال سو شو يانګ وويل

دغه کتاب بهرنيو لوستونکو ته د چين تاريخ، دودونه او کلتور ورپېژني.د بېرتلسمان مطبعه دا نظر لري چې دغه کتاب د بهرنيو لوستونکو لپاره د چين په اړه د معلوماتو لپاره تر ټولو ښه کتاب دی. په پيل کې مې د چين د ماشومانو او ځوانانو په اړهدغه کتاب وليکه. زما فکر د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د کلتورونو يو ځای کېدل او د برابرو خبرو اترو پر بنسټ ولاړ دی. ډېرې په زړه پوری کيسې په دغه کتاب کې ليکل شوي او د بهرنيو لوستونکو لپاره ډېر مناسبې دي.

د غوره کتابونو د سپاريښت لستونه په دغه غونډه کې بېلا بېلو مطبعو او اړوندو ارګانونو ته ولېږل شول. دغه لستونه د چين د چاپ حق پر انټرنېټ پاڼه هم خپرېږي. د دغې غونډې جوړونکو وګړيو ته د چاپ حق په اړه قانونی سلامشورې او وړانديزونه هم برابر کړي دی.

که څه هم په بېجينګ کې د کتابونو د سپارښتنې څو دورې غونډې تر سره شوي دي، خو د چاپ حق د معاملې غونډه يوازی له وړم کال څخه پيل شوې ده. په سږنۍ غونډه کې د ليکوالانو او اړوندو ارګانونو ترمنځ د چاپ حق د همکارۍ سل تړونونه لاسليک شوي دي. د کارپوهانو په أند د چاپ حق په اړه فعاله معامله د چين د چاپونې چارو د پرمختګ لامل او په دی هکله له نورو هېوادونو سره د همکارۍ نژديوالی هم دی.