<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-01 20:10:40    
د پنځو ستوريو لرونکي ملي بيرغ ساتونکی هولي ورد

cri

په هر هيواد کې د ملي جشن په ورځ ملي بيرغ ځوړند وي . د چين ملي بيرغ د پنځو ستوريو لرونکی بيرغ دی او د چين د ولسي جمهوريت د جوړيدو له اوه پنځوسو کلونو راهيسې ځوړند دی ، په چين کې يو سپين سرې چې هولي ورد نوميږي او په خټه امريکايۍ ده ، له اوه پنځوسو کلونو راهيسې د چين د هر ملي جشن په ورځ حتمأ داسور ملي بيرغ ځوړندوي . دغه امريکايي سپين سرې د منځني چين د هه نان ولايت د کاي فون په ښار کې د هه نان پوهنتون د انګليسي ژبې دايمي پروفيسره ده او په چين کې له شپيتو کالو راهيسی اوسيږی.

په نولس سوه نهه څلويښت کال کې چې د ولسي جمهوريت د جوړيدو کال و، هولي ورد په شانګهاي کی اوسيده او د ولسي جمهوريت د جوړيدو له مراسمو نه يې د مخه د چين يو ملي بيرغ واخيست چې له ټوکر څخه جوړ شوی وو . له هماغه کاله تر اوسه پوري همدغه بيرغ د اوه پنځوسو کلونو لپاره ځوړندوی په بله ژبه د ملي جشن په ورځ يې د ملي بيرغ د ځوړندولو دود هم د اوه پنځوسوکلونو لپاره ساتلی دی .

هولي د خپل ژوند د يادولو پر مهال وويل چې په نولس سوه پنځه ويشتم کال کې د امريکې د اکنسيس ايالت په يوه کوچني علاقه دارۍ کې زيږيدلې او شپاړس کلنې هولي ورد له دې امله چې په نولس سوه ديرشم کال کې نړيوال اقتصادی بحران رامنځته شو او ددې پلار لخوا اداره کيدونکی د قهوې باغ وتړل شو ، د مجبوريت له مخې مزدوري ته مخه کړه او د کار تر څنګ يي د خپلو کوششونو له لارې د

ميچيګان ايالت د کرهڼې په پوهنځي کې شامله شوه ، د زده کړې په موده کې يي له يوه چيني زده کوونکي هوانګ يون پو سره مينه پيدا کړه او درې مياشتې وروسته يي ور سره واده وکړ . په هغه زمانه کې ډير کم ليدل کيده چې د امريکا يوه نجلۍ له يوه چيني هلک

سره مينه او واده وکړي ځکه په هغه وخت کې چين يو ډير وروسته پاتی هيواد و . خو تر هغه يو کال وروسته په نولس سوه شپږڅلويښتم کال کې هولي ورد له خپل ميړه سره شانګهاي ته ولاړه او د ولسي جمهوريت د جوړيدو دمخه يي د جګړې ځپلې مودې ډول ډول کړاوونه وګالل او د ولسي جمهوريت له جوړيدو وروسته لا هم له چينايانو

سره يو شان له زياتو طبيعي او مصنوعي ناورينونو سره مخامخ شوې . خو هولي ورد د تل لپاره له خپل ميړه او چين سره مينه لری . د ولسي جمهوريت د جوړيدو په دوهم کال کې يې ميړه د درملو جوړولو د يوې فابريکې د أبادۍ لپاره د هه نان ولايت کاي فون ښار ته وليږل شو او له هغه وخته راهيسې يې هلته يو جوړ کړی . هولي ورد هم د هه نان پوهنتون لخوا د انګليسي ژبې د يوې ښوونکې په توګه ومنل شوه .

له واده څخه شل کاله وروسته هولي ورد خيال درلود چې په چين کې د دايمي هستوګنې اجازه واخلي . په نولس سوه پنځه اويايم کال کې ددې دغه خيال بالاخره بشپړ شو . د چين د وخت صدراعظم جوينلاي له هدايت سره سم هولي ورد په رسمي توګه د چين تابعيت تر لاسه کړ . هولي ورد په خوشحالۍ سره وويل له دې نه وروسته زه پيوه رښتينی چينايي يم . د هولي ورد کور د هه نان پوهنتون د لويديځې دروازې

بهر د يوې کوڅې په پاي کې دی چې پراخوالی يي دوه سوه مربع متره دی .

هولي ورد د چين د ډول ډول محلي اوپراګانو په ويلو کې تکړه ده چې د ژيړ سيند په سيمه کې مروجې دي ، دغه راز هغه د تاي جي چيوان په نامه د روغتيا ساتلو په موخه د چين لرغوني لوبه نده کړې او چيني کاغذ قيچي کولی شي او کله کله له خپلو لمسيانو سره په ژيړ سيند کې لامبو وهي او دوي ته چيني اصطلاحات ور زده کوي. هولي ورد وويل چې زما مينه او کور په چين کې دی او د ژوند تر وروستي مودې پوري به په چين کې ژوند وکړم.