<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-02 19:20:26    
موږ او اوريدونکی

cri
ډيوه – ګرانو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې! زه ډيوه يم، بيا هم د موږ او اورېدونكي پروګرام وخت رارسېدلى له خپل همكار امان الله عمران سره دا دى يو ځل بيا د پروګرام وړاندې كولو لپاره سټوډيو ته راغلې يم، هيله ده د اورېدو لپاره يې تر پايه راسره پاتې شئ. د اورېدونكيو له خوا ليكونه زيات رارسېدلي، نو موږ هم بې له ځنډه په پروګرام پيل كوو، نو زه هم مايكروفون خپل همكار عمران صاحب ته پرېږدم چې لومړۍ ليك راواخلي او ويې لولي.

عمران – سمه ده ډيوې، زه به هم دغه لومړى ليك راواخلم چې په مانسهره كې د اورېدونكي محمد اويس امين له خوا رارسېدلى دى، له سلامونو وروسته د چين نړيوالې راډيو د شپږ شپېتمې كليزې په اړه ليكلي او وايي: په تېرو شپږ شپېته كلونو كې سي آر آى راډيو ډېر پرمختګ كړى. دغه راډيو اوس په 43 ژبو خپرونې كوي چې پښتو هم په كې شامله ده، اوس پښتو خپرونه هم د خپلو اورېدونكيو لپاره په پوره زيار سره غوره پروګرامونه جوړوي. اورېدونكى اويس امين سي آر آى راډيو نوره هم ستايي او وايي: نن ورځ چې د چين نړيواله راډيو په بېلابېلو ژبو پروګرامونه جوړوي د نړۍ په هر ګوټ كې اورېدونكي او مينه وال لري. اويس امين د ليك په پاى كې د خپلو ملګريو هر يو اسامه امين، محمد نويد اعجازي، محمد نياز او عبيد الله صديق نومونه ليكلي او وايي دوى غواړي چې تاسې د جايزو سيالۍ پيل كړئ.

ډيوه – دغه بل ليك هم له مانسهرې څخه اورېدونكي محمد اجمل را استولى دى. د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته ليكلي: ډېر خوشاله شوم چې زما ليك تاسو ته ورسېد او په پروګرام كې مو خپور كړ. زه يو پاكستانى يم او ستاسو پروګرامونه په منظم ډول اورم. عمر مې پنځه لس كاله دى او په لسم ټولګي كې زده كړه كوم. اورېدونكى اجمل ليكي: دوه مياشتې كېږي چې ستاسو سره مې اړيكې پيل كړې دي، زما د مخكيني ليك ځواب مو نه دى رالېږلي خو د دغه ليك ځواب هرومرو راواستوئ! ده دخپل ليك په پاى كې د پښتو هېنداره ستايلې او وايي ډېر ګټور معلومات په كې خپرېږي، هيله ده چې هره مياشت يې خپره كړئ.

عمران – ډيوې بيا هم په مانسهره كې د اچړيانو له كمپ څخه اورېدونكي عبيد الله صديق يو ليك را استولى، لومړى يې د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه ستاسو پروګرامونه په منظمه توګه اورم، ډېر خوندور دي او زموږ ټولو خوښېږي. بيا وايي: موږ څو څو ځله درته ليكلي وو چې پښتو هېنداره بايد د مجلې په بڼه خپلو اورېدونكيو او مينه والو لوستونكيو ته وړاندې كړئ، ځكه چې له ضايع كېدو او له منځه تلو څخه به وژغورل شي، او هم به د لوستونكيو لپاره د معلوماتو يو سرچپنه پاتې شي. ستاسو له خوا موږ ته په رالېږل شويو مطبوعاتي توكيو كې د پښتو هېندارې نوې ګڼه هم وه، په لوستلو سره مويې ډېر نوي معلومات ترلاسه كړل، د چين دقومونو په باره كې معلومات او د چينګ هاى ولايت عكسونه ډېر په زړه پورې وو، د چيني ژبې له لوست مو هم ډېرې كلمې زده كړې چې يو وخت به، نوموړى وايي، په كار راشي. بيا وايي: تاسې پوهېږئ چې له چيني ژبې سره مو ډېره مينه ده، موږ غواړو تاسې د چيني ژبې له لوستونو يو كتاب يا مجله چاپ كړئ چې موږ ترې چيني ژبه زده كړو. اورېدونكى عبيد الله صديق د خپل ليك په پاى كې ليكي: كه د پښتو هېندارې په راتلونكې ګڼه كې مو د يو ګڼ مليتيزه هېواد په توګه د چين د ولسي جمهوريت په اړه په زړه پورې معلومات وړاندې كړل ډېره مهرباني به مو وي. عبيد الله خانه، ستا له ليك او هم له ګټور وړانديز مننه، موږ كوشش كوو چې پښتو هېنداره د مجلې په بڼه واړوو، خو دغه ګام يو څه وخت ته اړتيا لري، نو هيله ده تاسې او نور قدرمن اورېدونكي خپل زغم وساتئ تر دې چې موږ خپلې دغې موخې ته په رسېدو كې بريالي شو.

ډيوه – عمران صاحب دغه بل ليك بيا له كوهاټ څخه د افغان كلتوري بهير او اريانا پښتو ادبي تنظيم مشر سيف الرحمن هاشمي را استولى دى. ده لومړى د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه ستاسې پخوانى او همېشنى اورېدونكى يم، دلته موږ ډېر ملګري د چين نړيوالې راډيو ټول پروګرامونه په ډېره مينه اورو، خپرونه مو خورا په زړه پورې ده. نوموړي دغه ليك له لوى اختر مخكې ليكلى، د اختر او هم يې د نوي كال مباركي په كې ويلې ده.

عمران – ډيوې دغه بل ليك هم له كوهاټ څخه د افغان كلتوري بهير مشر سكرتر سيد وارث حنيفي را استولى دى. لومړى يې د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونې ټولو كاركوونكيو ته سلامونو او نېكې هيلې وړاندې كړې او بيا يې ليكلي: پروګرامونه مو تل د زړه په غوږونو اورو او په زړه پورې معلومات ترې ترلاسه كوو، پر انټرنېټ مو وېپپاڼه هم وخت تر وخته ګورو. د خپرونې وېبپاڼه مو ماشاء الله ډېره پراخه شوې او له ډېرو معلوماتو ډكه ده. اورېدونكى حنيفي زياتوي: زه دوه وړانديزونه لرم، هيله ده غور پرې وكړئ: لومړى هغه ليكونه چې د برېښناليك له لارې در رسېږي د موږ او اورېدونكي پروګرام كې يې شاملوئ، ځكه چې اوس ډېر پښتانه ستاسې وېبپاڼه ګوري او ګټه ترې اخلي، هغوى هرومرو ستاسې سره تماس نيسي. دوهم دا چې تاسې د پښتو ادب په اړه يو پروګرام پيل كړئ او د چيني ادب په اړه معلومات هم په كې ځاى كړئ، ډېر ښه او په زړه پورې پروګرام ترې جوړېږي او ستاسې د برياليتوب يو بل ګام به وي، هيله لرم، اورېدونكى سيد وارث ليكي، چې زما پر وړانديزونو غور وكړئ.

ډيوه – دغه ليك د هنګوله ټل څخه حاجي ثمر ګل نېكنام خېل را استولى دى، په پيل كې يې سلامونه ويلي او بيلا يې ليكلي: دا څه موده كېږي چې ستاسې د خپرونې اورېدل مې پيل كړي دي. ستاسې خپرونه او بېلابل پروګراومنه خورا ډېر په زړه پورې او خوندور دي. بيا وايي: ستاسې پته مې په ژوب كې د سي آر آى لسنرز كلب مشر رفيع الله مندو خېل څخه تر لاسه كړه، نوموړى موږ ته بلنه راكړه چې د چين نړيوالې راډيو خپرونې واورو، اورېدونكى ثمر ګل په پاى كې د خپل ليك د خپرولو هيله كوي او وايي د خپرونې د پروګرامونو مهالوېش او نور مطبوعاتي توكي راواستوئ.

عمران – هو، ډيوې، د اورېدونكي ثمرګل نېكنام خېل له ليك او نېكو هيلو مننه كوو، ليك مو يې دادى ورته خپور كړ، هيله ده زموږ خپرونه هر وخت واوري او تل له موږ سره خپلې قلمي اړيكي وساتي. دغه بل ليك هم د پېښور له حيات آباد څخه اورېدونكي اورنګزېب د رفيع الله مندو خېل په همكارۍ او لارښونه را استولى دى. نوموړى ليكي: زه ستاسو يو نوى اورېدونكى يم، ښاغلى مندوخېل دلته، يعنې پېښور ته راغلى و، نه يوازې ما ته، بلكې نورو ډېرو خلكو ته يې ستاسو د راډيو پته او مطبوعاتي توكي وركړل، او اوس دلته ډېر خلك د چين نړيواله راډيو اوري. اورېدونكى اورنګزېب وايي: د بخښنې په غوښتلو سره بايد ووايم چې زه پښتو په سمه توګه نه شم ليكلى. قدرمونه اورېدونكيه، اورنګزېب خانه، ستا له ليك او نېكو هيلو مننه كوو، هيله ده په پښتو ليك ليكل زده كړې او په راتلونكې كې هر وخت زموږ خپرونه واورې او ليكونه راواستوې. ډيوې د اورېدونكيو ليكونه خو مو ولوستل، وخت ته چې ګورو خپل پاى ته ډېر ورلنډېږي، نو د موسيقۍ وخت را نه تېر نه شي، راځه چې اوس يوه سندره وارو.

ډيوه – سمه ده، نو د چا سندره به واورو؟

عمران– ډيوې راځه چې دا ځل د هما په غږ دغه خوندوره سندره واورو.

(دهما سندره)

ډيوه - ګرانو اورېدونكيو د هما سندره مو واورېده، په همدې سره د موږ او اورېدونكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، كه تاسو غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.