<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-02 19:31:50    
پوښتنو ته ځوابونه

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم ! زمونږ دغه پروګرام هره اوونۍ د شنبې په ورځ خپريږی چې د اوريدونکيو بېلابېلو پوښتنو ته په کې ځوابونه ورکوو . هيله من يم چې د ليکونو او برېښناليکونو له لارې له مونږ سره اړيکې ونيسئ او خپلې بېلابېلې پوښتنې راواستوئ !

ګرانو اوريدونکو ! د پاکستان له صوبه سرحد څخه کې يو اوريدونکی ښاغلی اورنګزيب څو ورځې مخکی زمونږ څانګې ته لومړی ليک رااستولی دی چې پکی ويل شوی : سلامونه او نيکې هېلې ! لومړی بښنه غواړم چې زه په سمه توګه پښتو نه شم ليکلای . زه ستاسو نوی اوريدنکی يم او دا يی هم لومړی ليک دی . په ژوب بلوجستان کې ستاسو يو دايمی اوريدنکی قدرمن رفيع الله مندو خيل چې دلته راغلی وو . نه يوازی يی ما ته بلکې نورو ډيرو خلکو ته ستاسو د راډيو ادرس او مواد ورکړل چې اوس دلته ډير خلک د چين راډيو پروګرامونه اوري . د دې ترڅنګ ښاغلی اورنګزيب يوه پوښتنه کړې چې په پښتو څانګه کې څومره نطاقان کار کوي .

ځکه چې د ښاغلی اورنګزيب په شان ډيرو اوريدونکو په وروستيو ورځو کې د لومړی ځل لپاره د چين نړيوالې راډيو خپرونه اوريدلې ده نو د دغه فرصت له لارې تاسو ته د چين د نړيوالې راډيو په تېره بيا د پښتو څانګې په اړه لږ څه معلومات وړاندی کوم .

د چين نړيوالې راډيو پوره نوم د چين د ولسي جمهوريت نړيواله راډيو ده چې په لنډه توګه سی ار ای ور ته ويل کيږی . د بېلابېلو هيوادونو اوريدونکواو دوستانو ته د چين د حال اوماضی معرفی کول ، دچين د حکومت په کورنی او بهرني تګلاره رڼااچول ، د چينايانواو نړيوالو ترمنځ دتفاهم او دوستی ټينګول او دبشريت د سولې اوپرمختګ

بهير ته چټکتيا ورکول د سي ار ای راډيو دهڅو اصلی موخه ګڼل کيږي . سي ارای چې پخوانی نوم يي راډيو بيجينګ و د ١٩٤١کال ددسمبر په دريمه نيټه په خپرونو پيل وکړ . اوس هره ورځ په ٤٣ژبو نړيوالواوريدونکو ته بيلابيل پروګرامونه خپروي چې هره ورځ يی د خپرونو وخت يي ؟ساعتوته رسيږي او مختويات يي د سياست، اقتصاد، ثقافت ، ساينس او تکنالوژي په شمول خبرونه ،روانې چارې او ځانګړي پروګرامونه دي .

دسي ار ای راډيو پښتوخپرونه د١٩٧٣کال د جولاي په ١٥نيټه پيل شوې ده. اوس ٨ تنه چينی نطاقان او ژباړونکی لري چې ټولو په چين کې دپښتوژبه زده کړې وه.د خوښی وړ خبره دا ده چی اوس دوه افغان دوستان زمونږ سره مرسته او همکاری کوی او مونږ په ګډه د اوريدونکو لپاره ښه خدمت کول غواړو .

ګرانو دوستانو ! د افغانستان د خوست ولايت په عليشيرو ولسوالی کې د يوراج کلب مشر محمد شفيق مقالېديار چې زمونږ يو دايمی اوريدونکی هم دی ، څو ورځې مخکی يو ليک رااستولی چې پکی يی ويلی ډېرو قدرمنو او محترمو همکارانو ! هيله ده چې زما سلامونه او نيکې هيلې ستاسو په مبارک حضور کې قبول او منظور شی .

هغه د دوو مسئلو په اړه پوښتنې کړې چې لومړی کله به زمونږ د خپرونې وخت اوږد شی او کله به زمونږ مجله يعنی پښتو هنداره په نوی بڼه بدله شی ؟

دغه دوه پوښتنې ډېرې ښې پوښتنې دي چې زمونږ د ټولو همکارانو او ډيرو اوريدونکو د ګډې علاقې وړ هم دي .

لومړی ، د پروګرام د وخت د اوږدوالی په اړه د پښتو څانګې له خوا يو وړانديز اړوندو ادارو ته وړاندی شوی دی . خو دغه مسئله نه يوازی د پښتو څانګې بلکې له اړوندو

تخنيکی څانګو سره اړيکې لری . ځکه چې د چين په نړيواله راډيو کې په ٤٣ ژبو خپرونې کيږی نو د پروګرام وخت اوږدوالی يوه لويه پروژه ده چې نور انتظار ته اړتيا لری . خو د خوښۍ وړ خبره دا ده چې په روان کال کې به انشا الله دغه پلان تر سره شی .

دوهم ، زمونږ د اوريدونکو د وړانديز له اوريدولو وروسته به پښتو هنداره مجله له راتلونکی ګڼې څخه په نوی بڼه بدله شی . په هغه وخت کې به دغه مجله د کتاب بڼه ولری چې محتويات به يی هم زيات شی . هيله لرم چې دغه نوی بڼه به ستا خوښه شی .