د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د دفاع وزارت د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د دغه خبر پخلی وکړ چې د دغه هېواد د دفاع وزير روبيرت ګېټس د ناتو د اروپايی غړيو هېوادونو د دفاع وزيرانو ته د پيغامونو په لېږلو سره غوښتنه وکړه چې افغانستان ته نور سرتېري او تجهيزات ولېږي او د وسله والو طالبانو له مخ په زياتېدونکو بريدونو سره مبارزه وکړي.
نوموړي په خپلو پيغامونو کې وويل امريکا به افغانستان ته د سمندری قوماندو ځواکونو نور دری زره او دوه سوه سرتېري ولېږي چې په دغه هېواد کې به د شپږو مياشتو لپاره ميشت شي. په پيغامونو کې له ناتو څخه هم غوښتنه شوې چې افغانستان ته زيات سرتېري ولېږي.