<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-03 18:37:04    
د ناتو چارواکيو په وينا دوی به د افغانستان په جنوب کې پر تر لاسه شويو برياليتوبونو ټينګار وکړي.

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د ناتو په مشرۍ د امنيت نړيوالو مرستندويه ځواکونو د فبرورۍ په درېيمه نېټه د يوې ابلاغيې په خپرولو سره وويل د افغانستان په جنوب کې د ناتو قوماندان مارک ليسارد د روانې مياشتې په دوهمه نېټه څرګنده کړه چې په راتلونکي پړاو کې به د ناتو دنده د دغه هېواد په جنوب کې د پوځی عملياتو او بيا رغونې په برخه کې پر تر لاسه شويو برياليتوبونو ټينګار کول وي.

نوموړي په همدې ورځ وويل ناتو به په راتلونکي پړاو کې دوه بېړنۍ دندې ولري: لومړې به په جنوبی برخه کې د امنيتی حالاتو د ساتلو لپاره د افغانستان له حکومت سره مرسته وکړي او د دغه هېواد د حکومت له خوا د دغې سيمې د اغېزمن کنترول لپاره به بنسټ کېږدي. دوهمه به په اوسني امنيتی سيستم کې د افغانستان له می پوځ سره همکاري نوره هم زياته تر سره کړي.