<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-03 19:47:36    
د چين د پسرلنی اختر په اړه يو لړ خوندوری سندری

cri

ګرانو اورېدونکو، د روانې مياشتې ٧ نېټه د چين له دوديز پسرلنی جشن سره برابره ده، هر کال د دغه جشن په موده کې د چين د مرکزی تلويزيونی ستيشن يوه خوندوره ماښامي غونډه وړاندی کوی او ګڼ شمېر وګړي له خپلې کورنۍ سره يو ځای دغه جشن لمانځي٠ د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د تېرو څو کلونو د ماښامي غونډو څخه څو په زړه پوړی سندری وړاندی کړو٠

ګرانو اورېدونکو ، تاسو همدا اوس د جانګ يوان يوان او می جيا په ګډون د ٦ تنو سندرغاړيو له خوا ويل شوی سندره واورېده چې نوم يی وو نوی کال٠ په دغه سندره کې د پسرلی جشن د هرکلی لپاره د وګړيو د خوشالی احساسات څرګند شوی٠

پسرلنی جشن په چين کې يو ډېر مهم فيستيوال دی چې له دغې ورځې مخکې ماښامي غونډه د چينايانو د يو کلتوری دود په توګه ګرځېدلی دی٠

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د لو جي هونګ او جانګ يې له خوا ويل شوی يوه خوندوره سندره واوريده چې نوم يې و عام وکړي٠ هر کال د دغه جشن په وخت کې په بهر کې ميشت چينايان بېرته خپلو کورونو ته را ستنيږی او له خپلی کورنۍ سره دغه جشن لمانځي٠ له دی څخه څرګندېږي چې چينايان دغه جشن ته په درنه سترګه ګوری٠ د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د جو های او جيانګ يو هنګ له خوا ويل شوی يوه سندره واورو چې نوم يی دی بيا غونډيدنه ٠

ګرانو اوريدونکو، د خوندورو سندرو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!