<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-03 19:05:43    
پنځم لوست

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! زه احمد زلمی د چينی ژبې لوست ته مو هرکلی کوم ! ډېر خوشحاله يم چې د پروګرام په دغه برخه کې له تاسو سره يو ځای د چينی ژبې زده کړه کوم . هېله لرم چې تاسو په اسانه توګه او په خوشحالۍ سره چينی ژبه زده کړئ او تری ګټه واخلئ .

ګرانو دوستانو! په تير لوست کې مو د اولمپيک سپورټی لوبو په اړه ځينی لغتونه زده کړل . تاسو ته معلومه ده چې او يون هوی په چينی ژبه کې څه معنی لری ؟ او يون هوی په چينی ژبه کې يعنی د اولمپيک سپورټی لوبې . نو د هر څه نه مخکی د تير لوست ځينی مرکې يو ځل بيا سره واورو چې په تير لوست کې مو زده کړې دي .

对不起!دوی بو چي

بخښنه غواړم .

没关系。مۍ ګوان شي

پروا نه شته .

对不起!دوی بو چي

بخښنه غواړم .

没事儿!مۍ شي اړ

پروا نه شته .

ګرانو دوستانو ! په چين کې يو مهم اختر رانژدی کيږی چې د پسرلی اختر ته ويل کيږی . چينايان دغه اختر د يو کال پيل هم ګڼل کيږی . د چين د دوديز کرنيز کاليز سره سم د ٢٠٠٨ کال د پسرلی اختر د فبرورۍ له اوومې نېټې سره سمون لری . دغه راز

د فبرورۍ شپږمه نېټه د چين د کرنيز کاليز په اند د ٢٠٠٧ کال وروستی ورځې ګڼل کيږی . نو اوس به مونږ د دغه اختر په اړه ځينی لغتونه زده کړو :

د سپرلی اختر په چينی ژبه کې څرنګه ويل کيږی ؟ چون جيې ، چون جيې ، چون جيې يعنی د سپرلی اختر .

د سپرلی اختر لمانځنه په چينی ژبه کې څرنګه ويل کيږی ؟ ګوو نيان ، ګوو نيان ، ګوو نيان يعنی د سپرلی اختر لمانځنه کول .

د روان کال د فبرورۍ شپږمه نېټه يعنی د چين په کرنيز کاليز کې د ٢٠٠٧ کال وروستی ورځ په چينی ژبه کې يو ځانګړی نوم هم لری ؟ دغې ورځې ته چو شي ويل کيږی . چو شي ، چو شي .

په چين کې د دغه اختر په موده کې چينايان د يوې اوونۍ رخصتی لری . ټول چينايان تر وسې پوری به زاړه يا ځوان ، زده کوونکی يا کارګران په دغه موده کې له خپلو کورنيو سره د دغه اختر د لمانځنې لپاره خپل اټوبی ته ځی . نو په دې اړه ښاغلی جانګ هوی له ښاغلی وانګ شياو مينګ څخه پوښتنه کوي .

过年回家吗?ګو نيان هوی جيا مه ؟

ته به د سپرلی په موده کې اټوبی ته ولاړ شی ؟

是啊,我下午就去买火车票。شي عا ، وو شيا وو جيو چيو مای هو چه پياو

بله ، زه به له غرمې وروسته د اورګادۍ ټکټ واخلم .

你呢?ني نا ؟

ته څنګه يې ؟

我在北京过年。وو زای بېجينګ ګوو نيان .

زه به په بېجينګ کې د سپرلی اختر تير کړم .

ګرانو دوستانو ! په دغه مرکه کې تاسو ته معلومه شوه چې ګوو نيان يعنی د سپرلی اختر لمانځل . هوی جيا د څه معنی ورکوي ؟ هوی جيا يعنی کور ته تلل خو دلته جيا د اټوبی معنی هم لری . ګوو نيان هوی جيا مه ؟ يعنی ته به د سپرلی په موده کې خپل اټوبی ته ولاړ شی ؟

شيا وو يعنی له غرمې وروسته ، شيا وو يعنی له غرمې وروسته . نو غرمه يعنی جونګ وو ، غرمه يعنی جونګ وو . شيا يعنی کښته ، نو له غرمې وروسته په چينی ژبه کې شيا وو ويل کيږی . د شيا په مقابل شان يعنی پورته نو له غرمې نه مخکی يا سهار په چينی ژبه کې شان وو ويل کيږی .

شان وو يعنی سهار يا له غرمې نه مخکی ، شان وو .

جونګ وو يعنی غرمه ، جونګ وو يعنی غرمه .

شيا وو يعنی له غرمې وروسته .

نو مونږ به دغه مرکه يو ځل بيا سره واورو :

ګرانو اوريدونکو ! د پروګرام نننی کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده . خوشحاله او نېکمرغه اوسئ !