<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-04 20:19:58    
د بېجينګ لونګ تان باغ

cri

لونګ تان باغ د بېجينګ په جنوب ختيځ کی پروت دی چې پراخوالی يې نهه څلويښت هکتارو او د اوبو پراخوالي اندازه يې تقريبا شل هکتارو ته رسيږی. په دغه باغ کې يوه غونډی او يو جهيل شته او دغه راز منظرې يې ډيرې ښکلي دي .

خو د چين ولسي جمهوريت له جوړېدو مخکې دغه ځای يوه کنډواله وه. په هغه وخت کې د بېجينګ د ديوالي خښتو د جوړولو لپاره زياتې خاورې وکيندلې شوې چې په پايله کې يې د باران د زيات اورښت له امله د اوبو زياتې کندې رامنځته کيدې. د ولسي جمهوريت له جوړېدو وروسته دغې سيمې ته نوې بڼه ور کړی شوه.

په ١٩٥٢ کال کې د بېجينګ حکومت د وګړيو او سرتيريو په مرسته له دغو کندو څخه کرغيړنې خاورې وايستلې ، واښه يې پاک کړل ، لارې يې هوارې کړې، ونې او ګلونه يې کېښودل چې په نتيجه کې يې يو ښه منظره لرونکی باغ رامنځته شو. د چين د ساختماني چارو مشهور کارپوه ليانګ سي چنګ د دغه باغ له جوړښت او ځانګړی جغرافيايی موقعيت سره سم دغه باغ لونګ تان باغ ونوماوه چې په چيني ژبه د ښامار کندې مانا لری ، له دې وروسته دغه باغ د وګړيو د ساتېرۍ لپاره يو ښه ځای ګرځېدلی دی.

له ټولنيز پرمختګ سره لونګ تان باغ په ١٩٨٤ او ٢٠٠٠ کال کې دوه ځله اباد او پراخ شوی چې بنسټيز تاسيسات پکې بشپړ شوی او د ښامار په نامه دغه باغ د لرغوني کلتور د ځانګړتياوو په توګه ټاکل شوی دی. لومړی په دغه باغ کې د لونګ په نامه يو شمېر ودانۍ جوړې شويدي لکه لونګ ين خونه، فيی لونګ ، لونګ پل او

لونګ دروازه او داسې نور. دوهم په دغه باغ کې ډېرې ډبرينې ليکنې سيل کوونکو ته د نندارې لپاره ايښودل شويدي چې پر دغو ليکنو کې د چين په بېلا بېلو امپراتوري دورو کې د لونګ ډول ډول خطونه حکاکی شوی دی. دا د چينی ليکدود او خطاطۍ هنر يوه نښه هم ده. درېيم په دغه باغ کې ډېر نباتات او ونې اېښودل شوې چې نومونه يې له لونګ سره تړاو لری ، لکه لونګ سانګ، لونګ ليو او لونګ جوا هوای او نور .

د ښې منظرې او ځانګړی کلتور له امله، لونګ تان باغ د بېجينګ له ډېرو منظره لرونکيو ځايونو څخه شميرل کيږي . په ٢٠٠٢ کال کې دغه باغ د بېجينګ د لسو مشهورو باغونو په لست کې شامل شو. په وروستيو کلونو کې په لونګ تان باغ کې د وګړيو لپاره د روغتيا ساتنې مرکز او د کلتوري ډګر په شمول د ساتيرۍ يو شمېر ځايونه جوړ شوي او د کلتور، سپورت او ولسي دودونو په اړه څو لوی فعاليتونه هم په دغه باغ کې تر سره شوي دي. اوس له لونګ تان باغ څخه هر کال دوه مليونه سيلانيان ليدنه کوی.

له ټاکلی پلان سره سم به لونګ تان باغ تر ٢٠٠٨ کال پوری د چين د سپورتی چارو لومړی باغ او د بېجينګ تر ټولو لوی سپورتي باغ په توګه وټاکل شی. د دغه باغ نښه لرونکي سپورتي تجهيزات يعنی په اسيا کې پر صخرې باندي د پورته کېدو تر ټولو لوی ډګر د ٢٠٠٣ کال په جنوری کې وکارول شو او د روغتيا ساتنې شپېته ډله ايز تجهيزات يې هم نوی شويدي . پر دې سربيره د يادونې وړ خبره دا ده چې هر کال په دغه باغ کې د پسرلي اختر په موده کې د معبد بازار جوړيږي .