د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان له پلازمېنې اسلام أباد سره نژدی په راولپندی ښار کې د فبرورۍ په څلورمه نېټه سهار د پوځی ځواکونو پر ضد يوه ځانمرګی چاودنه وشوه چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه لس تنه ووژل او پنځه ويشت تنه نور ټپيان شول.
دغه چاودنه د راولپندی ښار په صدر سيمه کې وشوه. يو ځانمرګی بريدکوونکي له يو پوځی بس سره په نژدی ځای کې خپل موټر سايکل وچاوه چې په نتيجه کې يې دغه بس چې د پوځی روغتون محصيلن په کې موجود وو، ويجاړ شوی او لږ تر لږه لس تنه په کې ووژل شول. يو بل پوځی موټر او نور موټرونه هم ويجاړ شوي دي. ټپيان شوي کسان په بېړنۍ توګه نژدی روغتون ته لېږدول شوي دي.
د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف له دغې چاودنې وروسته د امنيتی ځواکونو د چارواکيو يوه بېړنۍ غونډه تر سره کړه. تر اوسه پوری هېچا يا سازمان د دغې ځامرګی چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.