<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-04 19:28:43    
د چين په ليو جو ښار کې چاپيريال ښه شوی دی

cri

د سرچينو سپمول او د چاپيريال ساتنه په نړۍ کې د بېلا بېلو هېوادونو د ګډې علاقې وړ مسئله ده.د چين حکومت د دايمی پرمختګ د ستراتيژۍ پلی کولو ته په درنه سترګه ګوري او ديوې داسې ټولنې جوړولو د چټکتياوړانديز کړی چې طبيعی سرچينی پکې سپميږي او ښه چاپيريال يې ساتل کيږي.په وروستيو ورځو کې زمونږ خبريال جيانګ لی لی د چين د ګوانګ شی د ځوانګ قوم د خپلواکې سيمې د مهمې صنعتی اډې له ليو جو ښار څخه د ليدنې په ترڅ کې داسی معلومات تر لاسه کړل چې په وروستيو کلونو کې دغه ښار د انرژۍ سپمولو او ککړو توکيو د خپراوي اندازې د کمولو او د اقتصادي چټکتيا ساتلو ترڅنګ ښه چاپيريال ساتلی دی.د چين د سوداګرۍ او اقتصاد پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته په دی اړه لږ څه معلومات وړاندی کړو.

د ليو جو ښار د ګوانګ شی سيمې په منځ کې پروت دی او د دغې سيمې ترټولو لوی صنعتی اډه او اقتصادی مرکز بلل کيږي او د موټرونو او فلزاتو سروی کولو او کيمياوی صنعت پنځه سوه صنعتی تصدۍ پکې موجودې دي.د ٢٠٠٧ کال په لومړۍ نيمه کې په دغه ښار کې د دغو تصديو عمومی توليدی ارزښت پنځه پنځوس مليارډ يوانو ته رسيدلی چې د وړم کال د همدی مودې په پرتله په سلو کې دېرش زيات شوی دی او په دی ترڅ کې د هر لس زره يوانو په اندازه د توليدی ارزښت د زياتوالی لپاره ٢ اعشاريه څلور شپېته ټنه معياری سکاره لګول شوي چې اندازه يې د وړم کال د همدی مودې په پرتله په سلو کې ١٦ کمه شوې ده.د ليو جو ښاروال چن ګانګ وويل دوی د صنعتی پرمختګ ترڅنګ د انرژۍ سپمولو او چاپيريال ساتنې ته ډېر ارزښت ور کوي.مونږ غواړو چې دايروی اقتصاد ته پرمختګ ور کړو چې ټولنه شتمنه شی او د صنعتی کيدو لپاره په نوی لور روانه وي.

د زړې صنعتی اډې په توګه په ليو جو ښار کې پخوا د اقتصادی پرمختګ ترڅنګ د چاپيريال ککړتيا مسئله هم د پاملرنې وړ ده.د أسمان د بيا شنه کيدو لپاره په وروستيو کلونو کې د ليو جو ښاروالۍ د ککړو اوبو او کثافتونو د له منځه وړلو لپاره لازياتې پيسې لګولی او د انرژۍ سپمولو او د ککړتياوو کمولو په برخه کې يې د بېلا بېلو تصديو هڅونه کړې چې له مخې يې دايروی اقتصاد پرمختګ وکړي. په ٢٠٠٧ کال کې دغې ښاروالۍ د انرژۍ سپمولو په موخه له هغو٤٠ تصديو سره د مسئوليت تړونونه لاسليک کړي چې زياته انرژي لګوي او په پايله کې د همدی کال په لومړی نيمه کې دغو تصديو شپږ لکه او څلويښت زره ټنه معياری سکاره سپمولي دي.

د ليو جو ښار د فولادو ډله ايز شرکت پخوا يو داسی شرکت و چې زياته اندازه ککړتياوې رامنځته کوله او هم زياته انرژۍ يې لګوله .خو اوس دغه شرکت د دايروی اقتصاد پرمختګ لپاره يوه نمونه ده.د دغه شرکت عمومی مدير چن يوانګ نان وويل  له ٢٠٠١ کال څخه د ٢٠٠٧کال تر لومړی نيمې پوری مو د دايروی اقتصاد د پرمختګ لپاره يو مليارډ او سل مليون يوانه لګولی چې د ٢٠٠٧ کال له می څخه زموږ د شرکت له خوا د ککړو توکيو د خپراوې اندازه نژدی صفر ته رسيدلی ده .پخوا د هر ټن فولادو د توليدولو لپاره ١٢ ټنه اوبه کارول کيدې، خو اوس دغه اندازه يوازی ٥ اعشاريه ٧ ټنو ته رسيږي چې په چين کې په بنسټيزه توګه له مخکنی سويې سره نژدی ده.

سربيره پردی دغه ښار هم د تګلارې جوړولو په پيل کې هم د چاپيريال د ککړتياوو مخنيوی کړی او د پروژو جوړولو په هکله د ټولو پلانونو د منظورۍ په پيل کې يې پر چاپيريال د اغيزې ارزونه کړې او په همدی وخت کې يې لسګونه هغه تصدۍ تړلې چې زياتې ککړتياوې يې رامنځته کولې.د دغه ښار د چاپيريال ساتنې د ادارې مشر ګان جينګ لين وويل  اوس په ليو جو ښار کې د تريو باران د اوريدلو انډول په سلو کې ٤٥ يا پنځوس دی، خو پخوا دغه اندازه په سلو کې ٨٥ ته رسيدله.

څه موده دمخه د ګوانګ شی د جوان قوم دخپلواکې سيمې د چاپيريال ساتنې ادارې له خوا د ٢٠٠٦کال لپاره د ښارونو چاپيريال په عمومی ارزونه کې ليو جو ښار په دغه سيمه کې د ګوي لين او بی های له ښارونو وروسته درېيم مقام نيولی و.د دغه ښار ښاروال وويل د خلکو د ژوند چاپيريال به نورهم ښه شی.