د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د چارواکيو په وينا د دغه هېواد پوليسو د فبرورۍ په درېيمه نېټه د هېواد په جنوب اروزګان ولايت کې د پوځی عملياتو په ترڅ کې لږ تر لږه نهه تنه وسله وال طالبان ووژل.
د اروزګان ولايت د پوليسو ادارې چاواکيو وويل د وسله والو طالبانو پر ضد دغه پوځی عمليات يوه اوونۍ مخکې پيل شوي دي. د روانې مياشتې په درېيمه نېټه د افغانستان پوليس په دغه ولايت کې د ګزمې پر وخت د وسله والو طالبانو له يو پټ بريد سره مخامخ شول او له دوی سره يې يو ساعت جګړه وکړه. نوموړي زياته کړه په دغه جګړه کې د افغانستان پوليسو ته هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د ځايی قوماندان په شمول لږ تر لږه نهه تنه وسله وال طالبان پع مې وژل شوي دي.