د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د اطلاعاتو او راډيو خپرونې وزير نثار ميمون د فبروری په څلورمه نېټه اعلان وکړ چې د پاکستان حکومت د ټولټاکنو لپاره تياريانی نيولی او د امنيت ساتنې بشپړ پلان يې ټاکلی تر څو رايه ور کوونکی په ارامه او سوله ايزه فضا کې خپلی رايې ور کړي.
نثار دغه خبره د پاکستان د صوبه سرحد ولايت په مرکز پېښور کې په يوه غونډه کې وکړه چې سرليک يې د ټولټاکنو لپاره يووالی و. د پلان له مخې، د پاکستان پارلماني ټولټاکنې به د فبروری په اتلسمه نېټه تر سره شي. اوس بېلا بېل سياسی ګوندونه په دغو ټولټاکنو کې د ګډون لپاره تياريانی نيسی.