<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-05 17:05:57    
د چين د لامبو وهلو د دولتی مرکز پروژه پای ته ورسيده.

cri

د اوبو مکعب په نامه د چين د لامبو وهلو مرکز د بېجينګ د اولمپيک لوبو د يوې نښې په توګه ګڼل کېږي. د جنوری په اته ويشتمه نېټه د دغه مرکز د جوړولو پروژه په بريالی توګه پای ته ورسيده او اوس دغه مرکز په کار لوېدلی دی. د جنوری له يو ديرشمې نېټې نه د فبروری تر پنځمې نېټې پورې د ٢٠٠٨ کال د چين د لامبو وهلو اتلولی په دغه مرکز کې تر سره شوی.

د مرغانو د ځالې په نامه د چين دولتي سټېډيم چې د چين د لامبو وهلو له مرکز سره نژدۍ پروت دی چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د يوې نښې په توګه هم ګڼل کېږي. د بېجينګ د اولمپيک لوبو په موده کې به د لامبو وهلو، ټوپ وهلو او په اوبو کې د نڅاوو سيالی په دغه مرکز کې ترسره شوې او د سرو زرو دوه څلويښت مډالونه رامنځته شول.

دغه مرکز د يوې شنې صندوقچې په شان مربع بڼه لري چې بهرنی پوښ يی اسماني رنګه دی او د اوبو ځګ په بڼه بريښي او داسې ښکاري لکه په اسماني رنګه ځګونو چې پوښل شوې وي. دغه ودانۍ د يو اسماني رنګه بلور په شان ډېره ښکلې ښکاري او د ودانۍ دننه هم پر دېوالونو اسماني رنګه رڼې پردې ځړول شوې وي.

د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامی کمېټې مشر ليو جي او د بېجينګ ښاروال ګوو جين لونګ او د هانګ کانګ او مکاو او تايواني وطنوالو د پيسو د برابرولو استازيو په همدې ورځ د دغه مرکز د په کار لوېدلو په مراسمو کې ګډون

وکړ. د بېجينګ د ښاروال مرستيال چن ګانګ په ٢٠٠٨ کال کې د چين د لامبو وهلو د اتلولۍ د انتظامی کميټې مشر لي ای چينګ ته د دغه مرکز د سرو زرو کلي وړاندی کړه، له دې څخه څرګندېږي چې د ٢٠٠٣ کال د دسمبر له څليرويشتمې نېټې راهيسې تر څلورو کلونو وروسته دغه مرکز په رسمی توګه په کار لوېدلی دی.

د معلوماتو له مخې: د دغه مرکز د جوړولو په پروژې کې له يو شمير عصری تکنولوژۍ څخه استفاده شوې. د بېلګې په توګه د دغه مرکز بهرنی پوښ د اي ټی اېف اې ( ETFE) په نامه پردې سره پوښل شوی دی. دغه ډول پردې ډېرې کلکې دي او د زغملو ښه توان لري چې دوړې او ګرد نه پرې پاتې کېږي. بر سېره پردې، دغه پردې د چاپيريال ساتنې توان هم لري چې د باران د اورښت په وخت کې د باران اوبه غونډوي.

د چين د لامبو وهلو مرکز نه يوازی د بېجينګ د اولمپيک لوبو يوه نښه ده، بلکې د اولمپيک سپورتي لوبو لپاره د سټېديومونو او جمنازيمونو ترمنځ يوازنۍ دوانۍ هم ده چې په جوړولو کې يې د هانګ کانګ او مکاو هېوادوالو له خوا په ګډه پانګونه شوې ده. دغه جمنازيم په نړۍ کې د لامبو وهلو يو ډېر لوی جمنازيم ګڼل کېږي چې په کې شپږ زره دايمی څوکۍ او يوولس زره لنډ مهالی څوکۍ شته. د دغې پروژې د لګښت د يادونې په وخت کې د دغه مرکز چينی ډيزانر جنګ فوانګ وويل د دغه مرکز عمومی پانګونې يو مليارډ او شل مليون او اتيا زره يوانو ته رسيدلی دی.

د معلوماتو له مخې: دغه جمنازيم به د بېجينګ د اولمپيک لوبو له پای ته رسېدو وروسته د سپورتي فعاليتونو په موخه د يو عام جمنازيم په توګه د خلکو پرمخ پرانيستی وي.