<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-05 17:07:12    
د چای بوټو روزونکې مېرمن جانګ شو جن

cri

ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! زه غوټۍ يم د ښځې او ټولنې پروګرام نننۍ کړۍ ته مو هر کلی کوم. ( اواز١)

دا يوه غلطه نظريه ده چې د چای بوټي يوازی د چين په جنوبي سميوکې کرل کيږي. خو د شانګ نان ولسوالی د لوړې کچې کرنيزې کارپوهې جانګ شو جن د تېرو څو لسيزو په اوږدو کې د چين په شمالي برخه کې د چای بوټو د روزلو لارو چارو په څيړنه بوخته ده او د دغه حقيقت په موندلو کې بريالۍ شوې چې دغه بوټي د هيواد له جنوب څخه شمال لور ته په دری سوه کيلوميترۍ کې کرل کېږي. اوس د چين د شان شي ولايت د شانګ نان په غرنۍ سيمه کې بزګران د چای بوټيو کرلو له لارې شتمن شوی دی او د هيواد په شمال کې د چای د نه کرنې دوه زره کلن عادت هم ليری شوی دی.

مېرمن جانګ شو جن چې اوس اويا کلنه سپين سرې ده، د شانګ نان په ولسوالی کې د چای بوټيو د مور شهرت لری. دې په ١٩٦١ کال کې د يو پوهنتون د ځنګلونو له څانګې څخه له فراغت وروسته د دغې ولسوالۍ د ځنګلونو چارو د څانګې د يوې چارواکې په توګه وګمارل شوه . په هغه وخت کې د شانګ نان ولسوالی يوه بی وزلی ولسوالی وه او جانګ شو جن غوښتل چې د وګړيو د ژوند د ښه والي لپاره خپلې هڅې ترسره کړي. دې وويل: ( اواز٢)

د ځنګلونو چارو د فني پرسونل په توګه زموږ اړينه دنده دا ده چې د غرنيو وګړيو د ژوند سويه لوړه کړو. د اقتصادی ونو د اونيالونو د ايښودلو په اړه مې ازموينې کړې دي، خو ګټه يی ښه نه وه.

له دې وروسته مېرمن جانګ شو جن د شانګ نان سيمې د نباتاتو په څيړنه پيل وکړ او هيله يی درلوده چې يو ډول مناسبه اقتصادی ونه پيدا کړي چې د ايښودلو له مخې يې په دغه سيمه کې بی وزلی له منځه يووړل شی. مېرمن جانګ شو جن د څيړنې په بهير کې وليدل چې که څه هم شانګ نان يوه بی وزلۍ غرنی سيمه ده، خو وګړي د چای څښلو عادت لری. يو ځايی متل وايی کيدای شی درې ورځې مالګه و نه خوري ، خو نشی کيداي چې يوه ورځ هم چای و نه څښی. له دې څخه څرګندېږي چې چای د ځايي وګړيو په ژوند کې څومره اهميت لری.

په ١٩٦٢ کال کې جانګ شو جن د شوی ګوو په نامه يوې علاقه دارۍ کې د ځنګلونو چارو د تحقيقاتو په بهيرکې د چای نهه ډوله بوټي وموندل چې د شانګ نان له ولسوالی څخه په پنځوس کيلوميترۍ کې شنه کېدل. جانګ شو جن ډېره خوشحاله وه او باور يی درلود چې د شانګ نان په سيمه کې د چای د کرنې چاری به هرومرو ښه پرمختګ وکړي او وګړي د چای د کرنې له لارې خپل عايدات زيات کړي.

له دې وروسته جانګ شو جن د چای د کرنې په څيړنې لاس پوري کړ ، خو د خپلې څيړنې په ترڅ کې له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخ وه او په ١٩٧٠ کال کې يې د چاي د نيالګيو له فارم څخه يوازی د لاس په يو ورغوي چای تر لاسه کړ. دې وويل: ( اواز٣)

په ١٩٧٠ کال کې می يوازي نژدې دوه کيلوګرامه چای تر لاسه کړ . له دې وروسته مې په غرونو کې د چای بوټو د کرنې لپاره کوښښ وکړ. ځکه چې د چای کرنې چارې يوازی په غرنې سيمه کې چټک پرمختګ کولی شي. په لومړي وخت کې مې د غره په لمن کې صفر اعشاريه ١٣ هکتاره ځمکه کې د چای بوټي وروزل او

برياليتوب مې په کې تر لاسه کړ.

د چای د څيړنې او روزنې مسئلې له حل وفصل وروسته جانګ شو جن د پانګې له کمښت سره مخامخ وه. ځکه چې په هغه وخت کې بزګران بی وزلی وو او

د چای د کرنې فارم د جوړولو توان يې نه درلود. نو جانګ شو جن د حکومت د ملاتړ له لارې د چای د کرنې اندازه پراخه کړه.

د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې په رڼا کې مېرمن جانګ شو جن په ١٩٨٤ کال کې په دغه ولسوالی کې د چای له اوه ديرشو فارمونو سره يو ځای د چای د کرنې، چمتووالی او پلورلو په ګډون د چای يو ګډ شرکت جوړ کړ.

د دغه شرکت تر لارښوونې لاندې، تر ٢٠٠٦ کال پورې د شانګ نان په ولسوالی کې د چای د کرنې پراخوالی څلور زره او شپږ سوه هکتارو ، کلنۍ توليدی اندازه يې پنځه لکه کيلوګرامو او ارزښت يې درويشت مليون يوانو ته رسيده چې له امله يې جانګ شو جن د چين د بی وزلۍ په له منځه وړلو کې د يوې نمونوي کارکوونکې په توګه وټاکل شوه. جانګ شو جن وويل: ( اواز٤)

زه د ګوند او خلکو تر پاملرنې لاندی له پوهنتون څخه فارغه شوې يم ، نو بايد ټولنې ته تر وسې پورې خدمت وکړم. په غرنۍ سيمه کې د وګړيو بی وزلتوب زما د زيارونو او کوششونو هڅونه هم ده . غواړم چې د دغو وګړيو د شتمنۍ لپاره لا زيات هاند وکړم . زما په اند د چای کرل په غرنی سيمه کې د بی وزلۍ د له منځه وړلو لپاره يوه ښه لار ده، نو بايد دغه لار نوره هم پراخه شي.